1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا پوځي بوديجه لس برابره له روسیي زیاته ده

۱۳۹۷ بهمن ۲۷, شنبه

د یوې څیړنې له مخې امریکا متحده ایالات په نړیواله کچه د دفاع په برخه کې تر ټولو ډیرې پيسې مصرفوي. چين او روسیه په دویم کتار کې ځای نيولی. په اروپایي هیوادونو کې بیا بریتانیا د پوځي لګښتونو له پلوه په سر کې ځای لري.

https://p.dw.com/p/3DUvD
US-Armee Flugzeugträger USS Harry S. Truman in Portsmouth, England
انځور: Getty Images/M. Cardy

په ۲۰۱۸ م کال کې د امریکا متحده ایالاتو دفاعي لګښتونه تر روسیي لس برابره زیات ول. امریکا له ۶۴۳،۳ میلیارده ډالره دفاعي بودیجې سره له چين او سعودي عربستان څخه (چې د نظامي قدرت په توګه د راڅرګندیدو په حال کې دي) ډیره مخکې ده.

د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انیستیتوت (IISS)  د درجه بندۍ په اساس چين او سعودي عربستان تر روسیې مخکې او په دویم او دریمو مقامونو کې یې ځای نیولی دی.

د دغه انیستیتوت د څیړنو په حواله په ۲۰۱۸ م کال کې روسیي یوازې ۶۳،۱ میلیارده ډالره پوځي مصارف درلودل، په داسې حال کې چې چين ۱۶۸،۲ میلیارده او سعودي عربستان ۸۲،۹ میلیارده ډالره پيسې د پوځي اهدافو له پاره لګولي دي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انیستیتوت له خوا د «نظامي بیلانس» په نوم د پوځي لګښتونو په کلني رپوټ کې زیاته شوې ده چې د ناټو سازمان په غړو اروپایي هیوادونو کې بریتانیا له ۵۶،۱ میلیارده ډالره دفاعي لګښتونو سره په لومړي مقام کې ځای نيولی دی. د دې په تعقیب فرانسه له ۵۳،۴ میلیارده او آلمان له ۴۵،۷ میلیارده يورو دفاعي بودیجې سره په ترتیب سره د اروپایې هیوادونو په کتار کې په دویم او دریمه درجه کې ځای نیولی دی.

په دې توګه آلمان او فرانسه پر نظامي چارو په ګډه د روسیي شاوخوا دوه نیم برابره ډیرې پيسې مصرفوي. په دې توګه څارونکي په اروپا کې د دفاعي بودیجې د کمښت په هکله د استدلال په ډول د دغو ارقامو له وړاندې کولو څخه خبرداری ورکوي. د مونشن په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د انیستیتوت کارپوه فرانکویس هایسبورګ د خپل رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل: «روسان په هغو پیسو چي دوی يې سرمايه ګذاري کوي زيات قوي کيږي.» هایسبورګ زیاته کړه چې خو په اروپا کې دا بیا هرو مرو داسې نه ده.

د اروپا لګښتونه د ناټو تر اهدافو کم دي

د دې رپوټ پر بنسټ د اروپایانو نظامي لګښتونه لس میلیارده له هغه اوږدمهاله اهدافو کم دي چې ناټو یي په پام کې لري. د ناټو ۲۷ غړي هیوادونه باید خپل نظامي لګښتونه تر ۳۸ سلنه لوړ کړي. یعنې د موافقې له مخې باید تر ۲۰۲۴ م کاله پورې د هر هیواد دفاعي بودیجه د هم هغه هیواد د ملي ناخالص تولید دوه سلنې ته ورسیږي.

د په پام کې نیول شویو اهدافو له مخې اروپایي هیوادونه تیر کال ۱۰۲ میلیارده یورو کمبود درلود. د ناټو سازمان په ۲۰۱۴ م کال کې پریکړه وکړه چې تر ۲۰۲۴ م کاله پورې به خپل دفاعي لګښتونه د ملي ناخالص تولید شاوخوا دوه سلنې ته لوړوي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په غوسه دی چې ډیر شمیر اروپایي هیوادونه د هغو له جملې څخه آلمان د په پام کې نیول شوي هدف څخه لږې پيسې مصرفوي. دونالد ترمپ د ناټو د سازمان پر غړو اروپایي هیوادونو تور لګوي چې په دې نظامي تړون کې پر خپلو مکلفیتونو عمل نه کوي.