1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انسان او کمپيوټر تر منځ تړاو

۱۳۹۰ شهریور ۹, چهارشنبه

په انترنېټ کې لوستل شوي مفاهيم د سړي په ذهن کې ښه کښېني. په دې ډول د انسان او کمپيوټر تر منځ يو نوی ډول ټينګ تړاو رامنځته کيږي. دا خبره ځوان افغان کمپیوتر پوه، مختار احسان له آلمان غږ راډیو سره په یوه مرکه کی وکړه.

https://p.dw.com/p/12QFz
ځوان افغان کمپیوتر پوه احسان مختار
ځوان افغان کمپیوتر پوه احسان مختارانځور: Ahmad Ehsan

  د ښاغلي مختار احمد احسان خبره ده چې وايي د کلمبيا په پوهنتون کې څلور بېلابېلې څېړنې شوې دي چې  نوموړی نتیجی ته رسیدلی دي.

 احسان د دې علت دا هم بولي چې په انترنېټ کې د يو متن د لوستلو په وخت سړی کولای شي له نورو مرستندويو آسانتياو څخه ګټه واخلي، د ساري په توګه يو لغت د ګوګل او نورو ويبپاڼو په مرسته ولټوي او پرې ځان صحيح پوه کړي او يا د يو کتاب په اړه نور هر اړخيز معلومات هم له انترنېټي سرچينو څخه راټول کړي.

«بل مهم ټکی دا دی چې ته د خپلې خوښۍ د لارې يو شی زده کولای شې. ځينې خلک به د کتاب مطالعه نه خوښوي، خو د عينو مفاهيمو لوستل به په کمپيوټر کې او يا د يو ځانګړي پروګرام په مرسته خوند ورکوي.»

مختار احمد احسان، چې د ۱۳۷۲ لمريز کال د غويي په مياشت په کندهار کې د حاجي عبدالطيف کاکړ په روڼ انده کورنۍ کې نړۍ ته سترګې روڼې کړې دي. نوموړی وخت په وخت د بېلابېلو ويبپاڼو لپاره ليکنې کوي چې په تېره بيا د علمي موضوعګانو په اړه دي. په خپله يوه مقاله کې دی دا هم کاږي چې په اوس وخت کې د انسان او کمپيوټر تر منځ سيمبيوتيکي اړيکي جوړيږي.

«دوه رنګارنګ شيان چې سره يو ځای شي، نو دې ته سيمبيوسيس يا ګډ ژوند وايي. اوسمهال د کمپيوټر ذهن د انسان له حافظې سره يو ځای کيږي.»

سره له دې چې انترنېټ او کمپيوټرونه پخپله د انسان لخوا اختراع او رامنځته شوي دي، خو دغه آسانتياوې د انسان پر ژوند باندې هم متقابلې اغېزې ښندي.

«که يو مثلث ته متوجه شو چې درې زاويې لري، نو يوې خوا ته انسان انترنېټ او کمپيوټر رامنځته کړي، دوهمه زاويه انترنېټ ده، او په درېيمه زاويه کې بيا همدغه انترنېټ پر انسان اغېز کوي او د انسان ژوند ته تغيير ورکوي.» 

کمپيوټر او انترنېټ د ځوان مختار احمد احسان پر شخصي ژوند باندې هم ډېر تاثيرات پرې ايستلي دي. نوموړی له څلورو کالونو راهيسې په هالنډ کې ژوند کوي او تر دې مهاله يې ګڼ شمېر ليکنې کړې دي چې د خپرېدو آسانه لاره يې همدغه د انترنېټ رسنۍ ده.

له علمي ليکنو څخه پرته، نوموړی نورې ليکنې هم کوي او له ليکوالۍ سره ډېره لېوالتيا لري چې تر دې مهاله يې ۱۰ کتابونه ژباړلي يا ليکلي دي. د دغو کتابونو په جمله کې داسې په زړه پورې کتابونه د يادونې وړ دي لکه «د نړۍ اووه عجايبې» او يا «د کلي هوښيار». احسان ګڼ شمېر کتابونه خاص د ماشومانو او نويو ځوانانو لپاره ليکلي دي. نوموړی دا مهال درې نور کتابونه ژباړي چې يو يې «د نوبل جايزه او ګټونکي يې» نوميږي. احسان په ورته وخت کې خپلو زده کړو او هر اړخيزو معلوماتي ليکنو ته دوام ورکوي. 

د آلمان غږ راډيو/نسیم صابر
کتونکی: عبدالباری حکیم