1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د اهواز د پېښې د قربانیانو شمیر ممکن لوړ شي

۱۳۹۷ شهریور ۳۱, شنبه

د ایران په اهواز ښار کې پر یوه پوځي رسم ګذشت د وسله وال برید په پایله کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۹ او د ټپیانو۶۰ ته لوړ شوی دی. د تلفاتو د ډیریدو احتمال نه دی رد شوی. په پېښه کې د سپاه پاسداران ډیر غړي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/35KvU
Iran Militärparade Parade
انځور: Mehr

د شنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۲۱) یو شمیر وسله والو کسانو د ایران په سویل لویديځ ښار اهواز کې پر پوځي بریډ یا رسم ګذشت برید وکړ. د برید په پایله کې ۲۹ تنه وژل شوي دي. د ایران د خبري آژانس «ایرنا» د رپوټ پر بنسټ په دې پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون تر ۶۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

د ایران خبري آژانس ویلي دي چې د قربانیانو په منځ کې د سپاه پاسداران ۱۲ تنه غړي هم شامل دي. ایرنا همدارنګه د یو شمیر ټپیانو وضعیت نازک بللی او زیاته کړې یې ده چې ممکن د دې پيښې د قربانیانو شمیر زیات شي.

د ایران دولتي تلویزون دا یو ترهګریز برید بللی دی او ویلی یې دي چې پوځي رسم ګذشت تر برید لاندې نیول شوی دی.

د سپاه پاسداران ویاند سردار شريف د ایسنا خبري آژانس ته ویلي دي: «هغو کسانو چې د پوځي رسم ګذشت پر مهال پر وسله والو ځواکونو او خلکو ډزې کړي دي د الاحوازیه ډلې پورې تړلي کسان دي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف د دې برید په غندلو سره د ایسنا خبري آژانس ته وویل: «هغو ترهګرو چې د بهرنیو رژیمونو له خوا ګمارل شوي، روزنه یې لیدلې، په وسلو سمبال شوي او مالي ملاتړ یې شوی، پر اهواز برید وکړ».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي: «ایران د سیمه ایز ترهګرۍ پلویان او د هغوی امریکایي باداران د دې ډول بریدونو مسئول بولي. ایران به د ایرانیانو له ژوند څخه د دفاع په لاره کې قاطعانه او په بیړه ځواب ورکړي».

امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پورې د ظریف د دې تویت په غبرګون کې څه نه دي ویلي. د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين د تلیفون له لارې د ایران ولسمشر حسن روحاني ته تسلیت ویلی دی او زیاته کړې یې ده چې مسکو له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د ګډو اقداماتو د زیاتولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د « الاحوازیه» په نوم د ایران د حکومت یوې مخالفې عربي ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی. د دغې ډلې یوه ویاند یعقوب هور توتساري، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د « الاحوازیه» په نوم د اهواز ملي مقاومت او د څو وسله والو غورځنګونو نه جوړ چتر په دې پېښه کې لاس لري. نوموړي د دې غورځنګونو نومونه وا نه خیستل.  

د رسم ګذشت دغه مراسم د له ۱۹۸۰ څخه تر ۱۹۸۸ م کاله پورې د ایران او عراق تر منځ د جګړې په یادون ترسره کیدلې.