1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراين جګړه: آلمان پولند ته «پاتريوت» دافع هوا سیسټم ليږي

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

آلمان د ګرځنده دافع هوا سیسټم په ورکړې سره غواړي له پولنډ سره د هوايي حريم په ساتنه کې مرسته وکړي. په عين حال د روغتيا نړيوال سازمان په ژمي کې د اوکراينيانو په اړه اندېښمن دی.

https://p.dw.com/p/4Jr3O
آلمان پولند ته د پاتريوت دافع هوا سيسټم ليږي
آلمان پولند ته د پاتريوت دافع هوا سيسټم ليږيانځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

د اوکراين پولې ته څېرمه د پولند په خاوره کې د راکټ تر لګېدو وروسته آلمان له دغه هېواد سره د پاتريوت ډول دافع هوا سیسټم مرسته کوي. د آلمان د دفاع وزیرې کرستين لامبريشت په برلين کې وويل: «پولند زموږ دوست هيواد او متحد دی او د اوکراين د ګاونډي په توګه [خطر] ته ډېر نېږدې پروت دی.»

نوموړې زياته کړه: «زه د خپل پولندي سيال ماريوش بلاشچک سره دې موافقې ته ورسېدلم چې پاتريوت دافع هوا سیسټم پولند ته وليږدول شي او د يورو فايترز په مرسته د پولند د هوايي قلمرو امنيت په برخه کې مرسته وشي.»

د ناټو تړون د پنځمي مادې تشريح

لامپريشت له ماريوش بلاشچک سره تر تليفوني تماس وروسته وويل چې جزيات به اوس د مسلکي کسانو له خوا په شريکه وارزول شي.

د پولند د دفاع وزير د آلمان پر دې پريکړه خوښي څرګنده کړه او وړاندیز یې وکړ چې ياد دافع هوا سیسټم دې د اوکراين پولې ته څيرمه نصب شي. بلاشچک د تويتر له لارې وويل: «زه د آلمان د دفاع وزیرې د وړاندیز هرکلی کوم.»

د آلمان د دفاع وزيره کرستين لامپريشت
د آلمان د دفاع وزيره کرستين لامپريشتانځور: Valeria Mongelli/Zuma/IMAGO

د پاتريوت دافع هوا سيستم د الوتکو، قاره يي راکټونو او هاوان د مرميو په مقابل کې د دفاع وړتيا لري. دا سيسټم د څو رادارونو پر ګډ کار ولاړ دی چې لارښود توغنديو ته د داخليدونکو شيانو په اړه معلومات انتقالوي. دغه توغندي بيا دغه رانېږدي کیدو شيان په هوا کې له منځه وړي.

تېره اوونۍ د پولند په پرېوودو کلي کې راکټي بريد دوه ملکيان ووژل. ناټو او پولند په دې آند دی چې دا يو اوکراينی دفاعي راکټ وو چې د روسي پوځ د بريدونو په مقابل کې د دفاع په توګه په کار اچول کيږي او ښايي له مسيره خطا شوی وو.

زيلنسکي: د بريښنا شبکې لا هم مشکلات لري

د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په حواله د روسي بريدونو له کبله د برېښنا زيانمنه شوې شبکه لا هم باثباته نه ده. نوموړي په خپل ويډيويي پېغام کې چې هر ماښام یې خپروي، وويل چې هيواد یې د دوشنبې په ورځ د برېښنا په برخه کې له سختو مشکلاتو سره مخ وو. هغه زياته کړه چې د برېښنا مصرف له توليد څخه ډېر دی.

په اوکراين کې د بريښنا د شبکې فعالولو له پاره کار روان دی
په اوکراين کې د بريښنا د شبکې فعالولو له پاره کار روان دیانځور: Clodagh Kilcoyne/REUTERS

زيلنسکي پر سيمه ایزو ادارو غږ وکړ چې خلک دې برېښنا سپمولو ته وهڅوي. هغه وويل چې په عامه ځایونو کې هم باید د برېښنا سپما وشي. د برېښنا د «ياسنو» شرکت د اټکلونو پر اساس به په اوکراين کې لږ تر لږه د مارچ مياشتې تر پای پورې د ستونزه موجوده وي.

«ژمی د ميلیونو انسانانو ژوند ګواښي»

د روغتيا نړيوال سازمان له نظره په مخ کې پروت ژمی په اوکراين کې د ميليونونو انسانانو «ژوند ته ګواښ» دی. د ياد سازمان د اروپا د برخې سيمه ایز مشر هنس کلوګ ټینګارو کړ چې د کال په دې سړو شپو او ورځو کې د روسیې تر يرغل لاندې دغه هېواد کې د خلکو بقا په خطرکې ده.

په اوکراین کي د برق د کامل قطع کیدو خبرداری

نوموړي زياته کړه چې په اوکراين کې دمګړۍ د جګړې په پایلې کې څه نا څه لس ميلیونه انسانان برېښنا نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراين په ځينو برخو کې د تودوښي درجه منفي شل درجې ته ټيټېدای شي.

کلوګ چې کيف ته یې سفر کړی، وويل چې په دومره سړه هوا کې د تنفسي ناروغيو، زړه درېدو او فلج کیدو خطر زياتيږي. هغه زياته کړه چې د مرکزګرميو پرته به د اروپا په ختیځ کې د پراته دې هيواد وګړي له ډبرو سکرو او يا لرګيو څخه کار اخيستو ته مجبور وي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, epd, rtr)