1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين له سرحده يو شمېر روسي عسکر پر شا سوي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

د روسيې جمهور رئيس د آلمان له صدراعظمي سره په تليفوني تماس کي د اوکراين له سرحد څخه د خپلو يو شمېر ځواکونو د پرشا کېدو خبر ور کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BZOD
انځور: Reuters

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ مياشتي ۳۱) د آلمان له صدراعظمي انگيلا ميرکل سره په يوه تليفوني تماس کي اطمينان ورکړی چي د خپلو ځواکونو يو شمېر يې د اوکراين له ختيځ سرحد څخه د ولگا رود ترڅنگ د سمارا سيمي ته پرشا کړي دي.

تر دې مخکي د اوکراين د دفاع وزار ت د يو شمېر روسي ځواکونو د پرشا کېدو خبر ورکړی وو. اټکل کيږي چي نزدې زر تنه روسي عسکر د اوکراين له سرحد څخه پر شا سوي دي.

غربي چارواکو د اوکراين په ختيځ سرحد کي د روسي ځواکونو شمېر نزدې ۴۰ زره ښوولی دی. د امريکا متحده ايالاتو تر جمهور رئيس بارک اوباما وروسته د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير جان کېړي له خپل روسي سيال سرگي لاوروف سره د يکشنبې په روځ په پاريس کي د ليدني کتني پرمهال د اوکراين له سرحدونو څخه د روسي ځواکونو پر پر شا کېدلو باندي ټينگار کړی وو.

لاوروف کېړي ته ډاډ ورکړی وو، چي د اوکراين په سرحدونو کي د روسي ځواکونو ډېر حضور يوازي او يوازي د پوځي مانورو له پاره دی، نه دايمي. هغه ويلي ول چي روسيه دې ته هيڅ لېوالتيا نه لري چي د اوکراين خاوري ته دي ور ننوځي.

د جنجال د له منځه وړلو نښانې

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د اوکراين له سرحد څخه د يو شمېر روسي عسکرو پر شا کېدل ستايلي دي او هغه يې په سيمه کي د جنجال د ختمولو په لاره کي يو «کوچنی گام» بللی دی. هغه هيله څرگنده کړه چي اوکراين او روسه به د «جنجال اوج» تر شا پرې ايښی وي.

په اساسي قانون کي د اصلاحاتو غوښتنه

د آلمان حکومت د وياند شتفن زايبرت په خبره، د روسيې جمهور رئيس او د آلمان صدراعظمي په تليفوني تماس کي د اوکراين او ترانس نيستريا سيمي د ثبات او ارامۍ له پاره د نورو گامونو پر خيستلو باندي خبري کړي دي. پر دې سربيره پوتين د خپل حکومت پر هغه غوښتنه باندي چي د اوکراين په اساسي قانون کي دي اصلاحات راسي ټينگار کړی دی.