1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراين پر خارکيف ښار هوايي بریدونو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ مرداد ۲۷, پنجشنبه

د اوکراين چارواکو د دغه هیواد پر دويم ستر ښار خاکريف د هوايي بريدونو په پايله کې د شپږو تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. په دې منځ کې په غله جاتو بار يوې بلې بيړۍ هم له اوکراين څخه حرکت کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Fj1A
Ukraine Charkiw | Russischer Raketenabschuß aus der Region Belgorod
انځور: Vadim Belikov/AP Photo/picture alliance

د خارکيف د سيمې والي اولې سينهوبوف د پنجشنبې په سهار پر خارکيف ښار باندې د تازه توغندیز بريد خبر وکړی دی. نوموړي د تليګرام د ټولنیزې شبکې له لارې ويلي: «دمګړۍ ۱۸ ټپيان لرو چې دوه یې ماشومان دي، يو تن وژل شوی دی.»

پر خارکيف د چهارشنبې په ورځ هم بريدونه شوي ول چې شپږ کسان یې وژلي او ۱۶ نور یې ټپيان کړي ول.  د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د چهارشنبې ورځې بريد په کلکه غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷م کال د ارقامو په حواله خارکيف څه نا څه ۱،۴ ميليونه وګړي لري، د روسیې سرحد ته څېرمه پروت او د جګړې له کبله ډېر اغيزمن شوی ښار دی. سه شنبه د شپې هم دغه ښار د بريد هدف ګرځيدلی وو.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې په پام کې ده د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د ترکیې ولسمشر به نن، پنجشنبه  اوکراين ته سفر وکړی او له ولسمشر زيلسنکي سره به وګوري.

د ملګرو ملتونو وياند فرحان حق، ويلي دي چې ګوتېررش به پر نورو مسئلو سربیره له بېلا بېلو مشرانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې د ښکيلو اړخونو ترمنځ د فضا د ښه کولو له پاره پر اړينو لارو چارو بحث وکړي.

ترکيې چې د تورې بحيرې له لارې له اوکراين څخه د غله جاتو د انتقال هوکړې ته په رسيدو کې مرسته کوي، ويلي دي چې د دې خبرو اترو په ترڅ کې به د شخړې د سياسي حل د لټولو هڅه وشي.

روسيه پر اوکراين د پارونې تور لګوي

په دې منځ کې د روسیې د دفاع وزارت د شواهدو له وړاندې کولو پرته ويلي دي چې اوکراين د زاپروږيا په اتومي بټۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له سفر سره هم مهاله د «پارونې» پلان درلود.

د روسیې له خوا پر کنترولیدونکې دغه ساحه په څو ځلي د بريدونو خبرونه ورکړل شوي چې اوکراین او روسيه یې پړه پر يو بل ور اچوي. اوکراين د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چې اتومي بټۍ ته به څېرمه د اتومي ناورين تمرينونه پېل کړي.

د اوکراين د ولسمشر وياند په يوه ويډيويي پېغام کې ويلي دي چې دغه د ملګرو ملتونو او ترکیې د مشرانو سفر د کابو شپږو مياشتو راهیسې روانې جګړې په ترڅ کې د «ستراتیژيک رکود» په منځ کې ترسره کیږي.

هغه زياته کړې: «روسي ځواکونو له دې تېرې مياشتې راهيسې ډېر لږ پرمختګ کړی او په ځینو ځایونو کې خو موږ پرمختګ کړی دی.»

د غله جاتو يوه بله کښتۍ روانه شوې

د ترکیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وويل چې يوه بله بيړۍ چې د اوکراين خوراکي صادارت او غلې ليږدوي، اوس یې په توره بحيره کې حرکت پېل کړی دی. د « I Maria» په نامه دغه کښتۍ له چورنومورسک له بندر څخه حرکت کړی دی. په عمومي توګه ډېرې کښتۍ له اوديسا بندر څخه خپل سفر پېلوي.

له اوکراین څخه په غلجاتو بار دوه نورې کښتۍ هم د ترکېې پر لور روانې شوې

د اوکراين جګړې په نړۍ کې د خوراکي توکو پر بیو چې لا دمخه هم لوړې وې، ډېر اغیز کړی دی. اوکراين او روسيه د نړۍ په سترو زراعتي صادرونکي کې شميرل کيږي.

«روسيه د جګړې له پاره زندانيان جلبوي»

د روسیې د زندانيانو د حقونو فعالې او ژورناليستې اولګا رومانوا د پنجشنبې په ورځ پر روسیې تور لګولی دی چې دغه هيواد غواړي زندانيان د جګړې له پاره جلب کړي.

رومانوا د فيسبوک پر خپله پاڼه ليکلي دي چې آن په توقيف کې پرتو هغو بنديانو ته هم وړاندیز شوی دی چې د نوم د ثبتولو په بدل کې به جرمونه وبخښل شي چې لا محاکمه شوي نه دي.

نوموړې ويلي دي چې په دې اړه یې مسکو ته څېرمه د محکمې تر مخه د توقيف په مرکزونو کې اوريدلي خو زياته کړې یې ده چې «فکر کوي دا څه په هر ځای کې شروع شوي دي.»

رومانوا په ۲۰۱۷م کال کې د تعقيبيدو له ويرې آلمان ته راګډه شوې وه.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, dpa, Reuters)