1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

«د ایران بریدونو کې ۱۲ افغانان وژل شوي دي»

۱۴۰۲ دی ۱۵, جمعه

د ایران کرمان ولایت د کډوالو ادارې خبر ورکړی، چې د دغې ښار وروستیو بریدونو کې ۱۲ افغانان وژل شوي دي. د دغو بریدونو مسئولیت داعش ډلې منلی دی.

https://p.dw.com/p/4atC0
Iran Kerman 2024 | Explosion bei Gedenkfeier für General Soleimani
انځور: Fars/ZUMA Press Wire via picture alliance

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د پنجشنبې په ورځ ناوخته خبر ورکړ، چې د ایران کرمان کې د چهارشنبې ورځې د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو په ډله کې دولس افغانان هم شامل دي. د کرمان ولایت د نفوسو د ثبت او کډوالو ادارې ویلي، چې د کرمان بریدونو کې د وژل شویو افغانانو په ډله کې اوه مېرمنې دي.

په دې رپوټ کې دا نه ده روښانه، چې په دغو بریدونو کې څومره افغانان ټپیان شوي دي؛ خو په خپور شوي لست کې ښکاري، چې څو وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

د ایران کرمان کې د وروستیو بریدونو پړه «داعش» نومې ډلې منلی او خپلې خبرپاڼې کې ویلي، چې کرمان ولایت کې یې دوه ځانمرګي بریدونه کړي دي. د داعش ډلې د خبرپاڼې په یوې برخې کې راغلي:«په ایران کې په دوو ځانمرګي بریدونو کې له درې سوو ډېر شیعه ګانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

دغې ډلې د بریدګرو نومونه عمرالموحد او سیف الله مجاهد یاد کړي دي.

د ایران کرمان ولایت کې بریدونه
د ایران کرمان ولایت کې بریدونه انځور: Tasnim News Agency/AP/picture alliance

د چهارشنبې په مازیګر د ایران کرمان ولایت کې د سپاه پاسداران د مخکیني قومندان قاسم سلیماني څلورم تلین په مراسمو کې دوه بریدونه وشول. 
د ایران د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې، دغو بریدونو کې د دولسو افغان کډوالو په ګډون ۸۹ کسان وژل شوي او ۲۸۴ ژوبل دي. د ایراني رسنیو د وینا له مخې، د وژل شويو کسانو د تدفین مراسم به نن جمعه د کرمان ښار په «مصلا» یا تکیه خانه کې ترسره شي.

ایراني چارواکو له خلکو غوښتي، چې په دغې پېښې کې د وژل شویو کسانو خاورو ته د سپارلو  مراسمو له پاره د کرمان د «شهیدای ګلزار«  ته ور نه شي. ویل شوي، د ایران د نورو ولایتونو د اوسېدونکو جسدونه خپلو سیمو ته استول شوي دي. ځینو سرچینو ویلي، وژل شویو کې ډېری ماشومان لیدل کېږي.

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغې پېښې کې د ۸۹ وژل شویو له ډلې ۱۲ ماشومان دي، چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو ښکته دي. طالبانو دا برید غندلی؛ خو په خپلې خبرپاڼې کې یې دا پېښه «ترهګریز برید» نه دی یاد کړی، چې دې کار ته په افغانستان کې د ایران د سفیر غبرګون هم ښودلی دی.