1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د پارلماني ټاکنو بایلونکي او ګټونکي څوک دي؟

۱۳۹۰ اسفند ۱۶, سه‌شنبه

په لویدیځ کې د ایران د پارلماني ټاکنو پایلې د«احمدي نژاد د ماتې» په نامه تعبیر او تفسیر کیږي. دا کیدای شي چې یو نظر وي. خو بالقمابل د مذهبي مشر په شا او خوا کې سخت دریځه له دې ټاکنو سره نور هم پیاوړي شول.

https://p.dw.com/p/14G2h
انځور: Reuters

په حقیقت کې د ایران د پارلماني ټاکنو بایلونکي د ایران خلک دي چې د هغوی برخه لیک د هغو کسانو له خوا ټاکل کیږي چې یواځې په قدرت باندې د منګلو خښولو په فکر کې دي. دا هم په داسې یو وخت کې چې له ایران سره د یوې جګړې خطر له بل هر وخت څخه زیات رامنځ ته شوی دئ.

د دغو ټاکنو چې اپوزیسیون په کې ګډون نه درلود لویه موضوع د محافظه پالو د دوو مهمو اړخونو تر منځ د قدرت پر سر سیالۍ وه. داسې یوه سیالۍ چې لا تر اوسه پای ته نه ده رسیدلې، ځکه لویه پوښتنه اوس دا ده چې احمدي نژاد څه ډول غبرګون ښکاره کوي؟ آیا دی به محرم اسناد چې ادعا کوي ور سره دي بربڼد کړي؟ ویل کیږي چې دغه اسناد به اختلاس او له قدرت څخه ناوړه استفاده په اثبات رسوي.

د سر تاج په لویدو دئ

که څه هم احمدي نژاد او په پارلمان کې د هغه پاتې پلویان ښایي په دایمي توګه د تجرید خوا ته ټیلوهل شي، د مذهبي مشر خامنه یی، په شا او خوا کې د قدرت د لمن پراخیدل نه د ثبات معنی لري او نه هم د رژیم د پیاوړتیا. محافظه پال مذهبي مشري د ایران د مخورو او د دې هیواد د ولس په منځ کې هسې له نفوذ او ملاتړ څخه نوره برخه منه نه ده لکه چې د اسلامي انقلاب په سر کې وه. یا په بله معنی که څه هم ظاهراً داسې ښکارې چې مذهبي مشر په پارلماني ټاکنو کې لاس بری شوی دئ خو د هغه د سر تاج د لویدلو په حال کې ښکاري.

په ټاکنو کې په لاره اچول شوو تبلیغاتو هم ډیره ګټه نه ده کړې. په هغو ټاکنو کې چې مخالف اړخ (اپوزیسیون) ګډون و نه لري څرنګه کیدای شي چې هغو ته آزاد، عادلانه او دیموکراتیک نوم ورکړل شي.

فشار وار په وار زیاتیږي

په عین وخت کې پر ایران باندې د نړيوال فشار او د اقتصادي بندیزونو له امله د ایرانیانو درد او رنځ او د اتومي دستګاوو پر ضد د یوه پوځي برید ګواښ وار په وار زیاتیږي او له ناوړه اقتصادي وضعیت سره د ناراضاو خلکو د صبر کاسه ډکیږي.

د خامنه یي د پلویانو د بریالیتوب سره سره دغه په اصطلاح پارلماني ټاکنې د ایران په ژوند بښوونکو مسائلو کې کوم پریکړن بدلون نه رامنځ ته کوي. د ایران مشري له پوهې او عقل سره مخه ښه کړې ده. د «انقلابې اسلامي پاسدارن» د دې پر ځای چې د اتومي شخړې له پاره د حل یوه لاره وموندي ډیر د دې په فکر کې دي چې خپل قدرت وساتي. د ایران ټولنه د قدرت پر سر د دغې لوبې څخه ستړی شوی دئ او ورڅخه ئې مخ اړولی دئ.

په ایران کې اوسني واکمنان د یوه نرې او نازک یخ پر سر روان دي. د خلکو او د نړیوالۍ ټولنې زِغم هم حد او اندازه لري. یواځې د دې هیواد د مشري له خوا د یو ټینګ او بنسټيز سیاسي بدلون ښایي د یو سخت ناورین مخه ونیسي.


جمشید فاروقی/ عبدالباري خکیم
کتونکی: مسعود جهش