1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران نوې توغندیزه آزموېنه: راپارونه او که خپله دفاع؟

۱۳۹۷ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

تیره اونۍ آلمان، فرانسې او لویې بريتانيا له ایران سره د پيسو د راکړې ورکړې نوی کانال رامنځته کړ، خو د اونۍ په پای کې دغه هیواد د کروز توغندیو یوه آزموېنه ترسره کړه. آیا دا کار له اټومي تړون څخه د امریکا وتل نه توجیه کوي؟

https://p.dw.com/p/3ClDo
Iran Rakete Hoveizeh
انځور: Irna

وروسته تر دې چې یو شمیر مطرحو اروپایې هیوادونو له ایران سره د پیسو د راکړې ورکړې یو نوی کانال پرانیست، د اونۍ په پای کې د ایران وسله والو ځواکونو په بشپړ ډول یو بل انځور وړاندې کړ. دغه هیواد د یوه نوي توغندی آزموينه ترسره کړه چې تر ۱۳۰۰ کلیومتره پورې فاصله وهلي شي. دغه واټن د اسرائیل او ریاض هدف ګرځولو ته کفایت کوي.

ایرانیانو کولا شوای چې د دغه نوی توغندی آزموينه د حکومتي تلویزون له لارې تعقیب کړي. په ظاهره کې دغه توغندی ایران د خپلې ټکنالوژۍ په مرسته جوړ کړی دی. دغه توغندی له تبعيد څخه د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنایي د بیرته ستنیدنې د ۴۰ می کلیزې په مناسبت د وسلو په جوړ شوي نندارتون کې نمایش ته وړاندې شوی وو.

د ایران د دفاع وزیر امير حاتامي، په ډیر ویاړ سره دغه آزموېنه بریالۍ وبلله: «نن مو د هویزا په نوم د لوړ واټن کروز توغندی ؤ آزمویه. دغه توغندی ۱۳۵۰ کیلومتره واټن وهلی شي او داسې یو توغندی دی چې په ډیره لنډه موده کې عملياتو ته چمتو کیږي. په ډیره ټیټه ارتفاع کې پرواز کوي او د ډیر پیاوړي سرګولی درلودونکی دی.»

په ځانګړي توګه هغه توغندی چې تر سل مترو په ټیټه ارتفاع کې توغول کیږي د دښمن د توغندیو دفاعي سیستم یې نه شي کشفولی په خاص ډول د متوسط او اوږد واټن وشتونکو عادي توغنديو کشفول ستونزمن وي.

سربیره پر دې کیدای شي په دې کې د مختلفو چاودیدونکو موادو حتی اتومي سرګولولې هم نصب شي.

په همدې منځ کې حتی د امریکا استخباراتي اداره CIA هم باوري شوی وه چې ایران داسې وسلې نه لري او له دې سره یې د اټومي وسلو بین المللي آژانس IAEO موندنې تائید کړې. خو حقیقت دا دی چې ایران خپل د اټومي وسلو د غني کولو پروګرام ته په پراخه کچه دوام ورکړی دی چې د ایراني چارواکو په حواله دا یوازې د دفاعي موخو له پاره دی.

په لندن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انیستیتوت د یوې څیړنې په حواله ایران له ۲۰۱۷ م کال راهيسې د لسګونو ډوله توغندیو پر جوړولو کار کوي چې له ۲۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کیلومترو پورې واټن وهلی شي.

په برلين کې د پوهې او سیاست له انیستیتوت څخه د ایران د چارو کارپوهه آزاده سامیریراد وایي:

«هغه څه چې ایران یي لري، هغه د توغندیو یو ډیر پرمختللي سیستم دی او د سیمې په کچه د لویو توغندیو دستګاوې دي چې تر ۱۰۰۰ ډیر د لنډې او اوږدې فاصلې توغندي لري. همدارنګه دوی د غیر حکومتي ملیشه و یوه ډیره پراخه شبکه لري، له کوم سره چې دوی په سیمه کې فعاله پاتي کیدلی شي، بریدونه کولی شي، فشار واردولی شي او توغندي توغولی شي. په همدې دليل د ايران پوځ پياوړی دی. په واقعیت کې له همدې امله نن د ایران اسلامي جمهوریت په خپل تاریخ کې د بل هر وخت په پرتله قوي دی».

د اروپایانو له پاره چې د ایران له اټومي تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته هم په دې تړون کې پاتې شوي دي، د توغندیو دغه نوې آزموېنه به ډيره حیرانونکي وي. وروسته تر دې به امریکا متحده ایالات خپله هغه ادعا تائيد وبولي چې له مخې یې وایې ایران له اټومي تړون څخه سرغړونه کوي.