1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران ولسمشر د اړیکو د پراخولو په نیت عراق ته تللی

۱۳۹۷ اسفند ۲۰, دوشنبه

د ایران ولسمشر حسن روحاني عراق ته سفر کړی چې له دې هیواد سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخي کړي. ایران له دې سره غواړي امریکا متحده ایالاتو ته دا پیغام واستوي چې د واشنګټن پر فشار سربیره هم نور سیمه ایز انتخابونه لري.

https://p.dw.com/p/3EnRD
Irak Bagdad - Barham Salih und Hassan Rouhani
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Mohammed

د ایران ولسمشر حسن روحاني، د دوشنبې په ورځ عراق ته ورسید او هلته ته يې خپل درې ورځنی سفر پیل کړ. دا سفر په داسې حال کې کیږي چې ایران اوس د امریکا متحده ایالاتو له ډیر فشار سره مخامخ دی.

عراق ته د روحاني لومړی سفر، چې د بهرنیو چارو وزیر یې تاریخي بللی دی، پر سوداګرۍ او پانګوني متمرکز دی. دا سفر په داسې حال کې کیږي چې تهران په وروستیو وختونو کې او د دې هیواد له اتومي تړون څخه د امریکا متحده ایالاتو تر وتلو وروسته، له اقتصادي لحاظه د منزوي کیدو پر ضد مبارزه کوي.

تهران غواړي په دې سفر سره امریکا متحده ایالاتو ته دا پیغام واستوي چې پر «ایران باندې د ډیر فشار اچولو» سیاست یې نتیجه نه ورکوي. روحاني غواړي عراق ته په تلو سره خپلې سیمه ایزې اقتصادي اړیکې او په سیمه کې خپل نفوذ امریکا متحده ایالاتو ته په ډاګه کړي.

په دې سفر کې له روحاني سره یو لوی سیاسي او اقتصادي پلاوی مل دی. د ایران ولسمشر به په دې سفر کې له لومړي وزیر عادل عبدالمهدي، ولسمشر بهرام صالح او په قوي احتمال پخواني ولسمشر نوري المالکي سره وویني. تر روحاني مخکې په وروستيو میاشتو کې ځينو لوړپوړو عراقي او ایراني چارواکو یو د بل هیوادونو ته څو سفرونه کړي دي.

د ایراني رسنیو په حواله حسن روحاني به له ایت الله علي سیستاني، سره چې د عراق د شعیه مسلمانانو مذهبي مشر دی، هم د لیدو چانس ولري. که دغه لیدنه وشي نو روحاني به په خپل هیواد کې د سخت دریځه شعیه مسلمانانو له لا ډیر ملاتړه برخمن شي او په عین حال کې به امریکا ته دا پیغام واستوي چې پر ایران باندې د فشار اچولو کمپاین یې ځینې محدودیتونه لري.

کلیدي سوداګریز متحدین

تر چین وروسته، عراق د ایران تر ټولو لوی سوداګریز متحد هیواد دی. دواړه هیوادونه په کال کې د ۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت تجارت لري خو غواړي هغه۲۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړي. عراق تر ډیره له ایران څخه طبیعي ګاز او بریښنا واردوي. امریکا متحده ایالات عراق ته په موقتي توګه اجازه ورکړې ده چې پر بندیزونو سربیره هم له ایران څخه بریښنا او طبیعي ګاز وارد کړي.

په تهران کې د شاهد بهشتي پوهنتون استاد پروفیسور، حمید رضا عزیزي، وایي: «ایران په دې خبر دی چې امریکا فشارونه وارد کړي دي چې عراق ورسره پر تهران باندي د ډیر فشار راوړلو په پالیسي کې یوځای شي. خو دغه هیواد په عین حال کې په دې هم پوهیږي چې پر دواړو هیوادونو د اتکا کچې ته په کتو سره عراق لا تر اوسه پورې چمتو نه دی، آن که پریکړه هم وکړي، چې د امریکا غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.»

دغه کارپوه زیاتوي چې ایران د بندیزونو په برخه کې له هغو معافیتونو څخه چې امریکا عراق ته ورکړي، په ګټه اخیستلو سره غواړي د بغداد او تهران اړیکې او یو پر بل اتکا لا پراخه کړي او په دې ترتیب سره په راتلونکې کې هم د دې مخه ونیسي چې عراق د امریکا په وینا پر تهران باندې له بندیزونو سره یو ځای شي.

ایران، په عراق کې تر ټولو بانفوذه ځواک

ایران په عراق کې د امریکا پوځي حضور پر بغداد باندې خپل نفوذ ته یو ګواښ بولي. دغه باور تر هغه وروسته لا پسې پیاوړی شو چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، وویل چې په عراق کې د امریکا پوځي حضور پر ایران باندې د نظر ساتلو له پاره هم اړین دی.

ایران پر عراق باندې خپل نفوذ له سوداګریزو او شعیه مذهبو او سیاسي مشرانو سره د اړیکو له لارې ساتي. د امریکایي ځواکونو پخوانۍ مشاوره ايما سکای، چې اوس په یل پوهنتون کې ده، وايي: «ایران په عراق کې تر ټولو ډېر نفوذ لرونکي بهرنی ځواک دی.»

دغه کارپوه وایي چې بغداد بیا په عین حال کې داسې هڅې کوي چې له مخې یې له تهران او واشنګټن سره خپلې اړیکې بیلانس کړي.

چیس وینتر/ دویچه ویله