1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران په ګډون د سوریې په اړه غونډه

۱۳۹۴ آبان ۸, جمعه

د څو هیوادونو دیپلوماتانو د اتریش پلازمینې ویانا ته سفر کړی دی چې د سوریې شخړې ته د یوې سوله ییزې حل لاري موندلو پر سر خبري وکړي. ایران هم د لومړي ځل له پاره په دغو خبرو اترو کې ګډون لري.

https://p.dw.com/p/1GwyH
انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ویانا د ناستي په څنډو کې له خپل روسي او ایراني سیالانو سره څو غونډي وکړې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د لومړي ځل له پاره د سوریې د شخړي د حل پر سر خبرو اترو ته بلل شوی وو.

د جمعې د ورځې غونډه لومړی وار دی چې د ایران او سعودي عربستان استازي سره یو ځای د سوریې د شخړې د حل پر سر خبرې کوي. دغه دواړو هیوادونه د سوریې په شخړه کې د بیلابیلو اړخونو ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې د سوریې د شخړي له ښکیلو اړخونو څخه هیڅوک هم حاضر دي خو په غونډه کې د سیمي او او نورو هیوادونو حظور ښيي چې د سوریې د شخړي د حلولو له پاره هڅي ګړندی شوی دي.

ایران به د اسد له ګوښه کیدو سره موافقه وکړي

د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې ایران موافقه کړې ده چې د سوریې د شخړې د سوله ییز پای ته رسیدو له پاره بشار الاسد له خپل مقام څخه ګوښه کیدای شي.

رویترز خبري آژانس په حواله د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال امیر عبداللهیان، د خپل هیواد رسنیو ته ویلي دي: «ایران پر دې ټینګار نه کوي چې اسد دې د تل له پاره په واک کې پاته شي.»

یوه بل ایراني چارواکې رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ایران چمتو دی د اسد په واک کې پاتېدو موضوع کې له خپل موقف څخه تیر شي. دغه چارواکې زیاته کړې ده چې ایران کیدای شي آن له دې سره موافقه وکړي چې اسد دې تر یوې شپږ میاشتنۍ انتقالي دورې وروسته له واکه ګوښه شي. دغه چارواکې زیاته کړې ده: «په دې اړه پریکړه د سوریې په خلکو پورې اړه لري.»

یاغیان : اوس ټاکني شوني نه دي

امریکا متحد ایالات او سعودي عربستان غواړ د اسد له ملاتړو هیوادونو ایران او روسیې څخه په واضیح ډول واوري چې له اسد څخه خپل ملاتړ پای ته رسوي او که نه. واشنګټن او متحدین یې پر اسد باندي د بشري حقونو تر پښو لاندي کولو تور لګوي.

روسیه په سوريه کې د پارلماني او جمهوري ریاست ټاکنو غوښتنه کوی خو د اسد مخالفې ډلې وایي چې دغه وړاندیز عملي نه دی او د هغه یې رد کړی دی. دغه ډلې وایي چې په سوریې کې د داعش ډلي حضور او د بنسټونو خراب وضعیت د ټاکنو تر سره کول ناممکنه کوي.

د جمعې ورځې په غونډه کې د بریتانیا، مصر، آلمان، فرانسې، لبنان، ترکیې، قطر او عمان هیوادونو استازې هم حضور لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب