1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایران

د ایران یو نامتو فلم جوړونکی او ميرمن ېې وژل شوي

۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبه

نامتو ایرانی فلم جوړونکی او ډايرکټر، داریوش مهرجويي له خپلې مېرمنې سره په فجیع توګه ايران کې وژل شوي دي. ایراني چارواکو پېښه تائید کړې او وايي چې دوی په خپلې شخصي ويلا يا مېنه کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4XYdy
Iran Dariush Mehrjouyi
انځور: Fararu

ایراني رسنيو ويلي دي چې پولیسو ته داريوش مهرجويي او د هغه د مېرمن وحيده محمدي فر د وژنې خبر، د شنبې ورځې په وروستیو ساعتونو کې د هغوی د لور له خوا ورکړل شو. دوی د ایران د البرز ایالت د زیبادشت په مشکین آباد کې واقع په خپلې شخصي ويلا یا عصري مېنه کې وژل شوي دي.

ځايي پولیسو ويلي دي چې تر اوسه د دغو قتلونو انګېزه روښانه نه ده، خو تحقیقات ېې په اړه پيل کړي دي.

نښې نښانې ښيي چې قتلونه د «سړې وسلې په ذریعه په سر او غاړه کې د وارد شوو ټپونو له کبله شوي دي.»

مېرمن محمدي فر، په وروستیو کې پر خپل انستاګرام پاڼې ليکلي وو چې د یوه داسې کس له خوا چې لهجه ېې ایرانۍ نه وه، په «چړې» ګواښل شوې ده.

د البرز ایالت د بهرنيو اتباعو او مهاجرو د چارو مشر ويلي چې تر اوسه په دغو قتلونو کې د بهرنیو اتباعو دخالت مشخص نه دی.

هامون، دایره مینا، لیلا، د مور مېلمه او یو شمېر نور فلمونه د داریوش مهرجويي د هنري آثارو څخه دي. هغه ته په کال ۱۳۹۳ لمریز کال کې د فرانسې د سفير له خوا د شوالیه ادبي او هنري جایزه ورکړل شوې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب