1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایران

د ایران یوې محکمې دوه تنه په اعدام محکوم کړل

۱۴۰۱ اسفند ۲۸, یکشنبه

یوې ایرانۍ محکمې دوه نارینه چې په اکتوبر میاشت کې ېې په ایران کې پر یو زیارت حمله کړې وه، پر اعدام محکوم کړل. په دغه حمله کې ۱۵ کسان وژل شوي ول او مسئولیت ېې د داعش ډلې منلی وو.

https://p.dw.com/p/4OthD
د ایران د شاهچراغ پر زیارت دوه حمله کونکي پر اعدام محکوم شول
د ایران د شاهچراغ پر زیارت دوه حمله کونکي پر اعدام محکوم شولانځور: Mizan

رويټرز خبري آژانس لیکي چې دغه مطلب د شنبې په ورځ د ايران دولتي خبري آژانس، ایرنا، خپور کړی دی.

د ایران د فارس ایالت د قضا مشر، کاظم موسوي، وويل چې دغه دوه کسان «په ځمکه کې د فساد خپرولو» او د هیواد ملي امنيت خلاف کړنو په ګډون مجرم پېژندل شوي دي. ایرنا ليکلي چې دغه حکم د تجدید نظر وړ دی.

د څار د کېمرې له خوا يوه لنډه وېډيو چې د ایران دولتي تلویزیون خپره کړې، ښيي چې حمله کونکی د ایران په سويلی ښار شیراز کې د شاه چراغ مشهور زیارت ته داخلیږي. هغه په يوه بسته کې ټوپک پټ کړی وي او د بريد وروسته پر هغو لمونځ کوونکو ډزې کوي چې هڅه کوي وتښتي او په دهليزونو کې ځانونه پټوي.

ورته نور ولولئ:  ایران: داعش پر شاهچراغ زیارت د برید مسئولیت منلی دی

حمله کونکی چې د تاجیکستان اوسیدونکی وپيژندل شو، وروسته يې په روغتون کې د حملې په جریان کې د اخیستلو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

رویټرز د ایراني رسنیو په حواله ليکي چې پر اعدام محکوم شوو دوو کسانو د محکمې پر مهال اعتراف کړی چې په افغانستان کې يې له داعش ډلې سره اړېکې درلودې او د حملې په تنظیمولو کې ېې مرسته کړې ده.

موسوي وويل چې درې نور کسان د ۵ او ۲۵ کلونو تر منځ پر حبس محکوم شوي دي. هغه زیاته کړه چې دغې قضېې سره په تړاو د «داعش ډلې ګڼ شمېر نور شکمن غړي» محکمې ته په انتظار کې دي.

ورته نور ولولئ:  رپوټ: سږکال په ايران کې تر ۵۰۰ ډېر کسان اعدام شوي

د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم وسلواله ډله چې یو وخت په منځني ختيځ کې یو امنیتي ګواښ وو، په ایران کې ېې د ګڼو حملو مسئولیت منلی دی چې په هغو کې د ایران پر پارلمان او د ایران د اسلامي جمهوري د بنسټګر آیات الله خميني پر قبر د ۲۰۱۷م کال غبرګې حملې هم شاملي دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: