1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښني سازمان: افغان ژورناليست دي ازاد سي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

د بخښني نړیوال سازمان د هغه افغان ژورنالیست د ازادیدو له پاره کمپاین پيل کړی دئ، چي افغان دولت پر حکومتي چارواکو باندي د غلطو تورونو لګولو په تور بندي کړی دﺉ.

https://p.dw.com/p/14nWk

د بخښني نړیوال سازمان د ولسمشر کرزي پر حکومت باندي تور لګولی دﺉ، چي د یوه خصوصي تلویزیون یو ویاند ئې چي نستو نادري نومیږي له کوم قانوني تور پرته په زندان کې اچولی دئ. د دې سازمان په حواله دغه ژورناليست د ربړولو او وژل کیدو له کواښ سره مخامخ دئ.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان لوی څارنوالۍ ویلي دي چي دغه وگړی ئې د شراب څښلو او پر دولتي چارواکو د غلطو تورونو د لگولو په تور بندي کړی دئ.

د بخښني د نړیوال سازمان په حواله نیول شوی ویاند د یوې تلویزیوني خپروني ویاند، دئ چي پکښي د لوړ پوړو چارواکو د اداري فساد، جرمونو او نورو کړو وړو په اړه خبري کیږي.

د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چي دا ویاند کیدای شي د کابل ښاروالۍ له خوا د سړکونو د قراردادونو د ورکولو پر مهال د اداري فساد د افشا کولو په خاطر نیولی وي.

د لوی څارنوالۍ د جنایي تحقیقاتو د ادارې مشر عبدالرحمان کوشان، ویلي دي، چي د نادري دوسیه، هغه ته د رسنیو د تخطي د څېړونکي ادارې له خوا وړاندي شوې ده.

کوشان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «هغه د یو شمیر خلکو او دولتي چارواکو د شکایتونو پر اساس نیول شوی دئ. دغو کسانو شکایت کړی دئ چي نادري پر هغوی باندي غلط تورونه لگولي دي.»

د کوشان په خبره نادري په دې نه دی توانیدلی، چي د هغو خبرو د اثبات اسناد وړاندي کړي چي ده په تلویزیون کي کړي دي. د افغانستان په اساسي قانون کي د رسنیو آزادي منل شوې ده. خو بیا هم کله نا کله خبریالان د ځینو چارواکو له خوا گواښل کیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل