1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د بخښنې سازمان: طالبان او امریکا دې د جګړې قوانین عملي کړي

۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبه

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات او طالبان د سولې یوه احتمالي توافق ته د رسیدو په درشل کې دي، د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانسان کې د تاوتریخوالي د کمښت معنی باید د ملکي تلفاتو نه رامنځ ته کیدل وي.

https://p.dw.com/p/3WnwR
Kabul Anschlag auf prominente afghanische Abgeordnete 16.11.2014
انځور: Reuters/Mohammad Ismail

امنستي انترنیشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۲۴مه نیټه) د متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د ممکنه توافق په هکله وویل  چې متحده ایالات او طالبان بايد په ملکي اهدافو خپلو بریدونو ته د پای ټکی کیږدي.

د تیرو څو اونیو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان سولې په هکله د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو استازو په مذاکراتو بوخت دي. دواړو لورو د دغو مذاکراتو د پای د نیږدې والي خبر ورکړی او طالبانو بیا ان د توافق نامې د لاسلیک او د اړونده مراسمو پر سر د بحثونو خبر ورکړی وو. د رپوټونو په حواله، طالبانو منلې چې له امریکا سره د توافق په صورت کې به لنډمهاله اوربند ټینګ کړي او په افغانستان کې به د تاوتریخوالي په پيښو کې کمښت راولي.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي آسیا د څانګې مرستیال، عمر واراج وویل: « په داسې تاوتریخوالي کې چې پر ملکیانو بریدونه کیږي، د «تاوتریخوالي د کمښت» اصطلاح بیهوده. د تاوتریخوالي منل شوې اندازه نه وي.» یاد سازمان همدا راز پر افغان طالبانو او امریکا باندې د جګړې د قوانینو د عملي کولو ږغ کړی. د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي آسیا مرستیال ویلي: «افغان طالبان او امریکا متحده ایالات باید د جګړو قوانین په پام کې ونیسي او پر افغان ملکیانو باندې خپلو بریدونو ته د پای ټکی کیږدي.»

Amnesty International vor dem europäsche Parlament in Brussel
انځور: Amnesty International

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یا یوناما د رپوټ په اساس، د ۲۰۱۹م کال لومړۍ نهه میاشتې د ملکي تلفاتو له اړخه تر ټولو خونړۍ میاشتې وې. یاد سازمان ویلي چې د تیرمیلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۵۶۳ تنه ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۵۶۷۶  تنه نور بیا ټپیان شوي دي. د هغې مودې راهیسې چې یوناما په ۲۰۰۹م کال کې د افغانانو د ملکي تلفاتو د ثبت بهیر پیل کړ، تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰۰ زره افغان ملکیان وژل او یا ټپیان شوي دي.