1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښنې نړیوال سازمان: تیر کال لږ اعدامونه عملي شوي

۱۳۹۸ فروردین ۲۱, چهارشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان د اعدام د سزا په هکله خپل کلنی رپوټ خپور کړی دی. د دې رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۸ م کال کې د اعدام د سزا عملي کیدل د تیرو لسو کلونو راهیسي تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده.

https://p.dw.com/p/3GXLc
Gegen die Todesstrafe
انځور: picture-alliance/W. Steinberg

د بخښنې نړیوال سازمان د کلني رپوټ په اساس تیر کال د نړۍ په ۲۰ هیوادونو کې لږ تر لږه ۶۹۰ تنه اعدام شوي دي. دا شمیر د ۲۰۱۷ م کال په پرتله یو پر دریمه برخه کم دی. د یادونې وړ ده چې په چين کې ترسره شوي اعدامونه په دې شمیرو کې نه دي شامل.

چين په خپل هیواد کې د ترسره شویو اعدامونو په اړه له ارقامو ورکولو څخه ډډه کوي. په دې ترتيب سره په چين کې د عملي شویو اعدامونو کچه په ټوله نړۍ کې د ترسره شویو اعدامونو څخه لوړه ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۷ م کال کې په نړیواله کچه ۹۹۳ اعدامونه ترسره شوي وو. په دې توګه نو په ۲۰۱۸م کال کې تر هغه د یوه کال مخکې په پرتله ۳۰۰ موارده کم ول.

ایران، عراق او سعودي عربستان

د ملګرو ملتونو د بخښنې نړیوال سازمان د کلني رپوت پر بنسټ تیر کال په مجموع کې د ترسره شویو اعدامونو ۷۸ سلنه یې په ایران، سعودي عربستان، ویتنام او عراق کې عملي شوي دي.

تر چين وروسته ایران د ۲۵۳ اعدامونو په عملي کولو سره د دې فهرست په دویم مقام کې ځای نیولی دی. په سعودي عربستان کې په ۲۰۱۸ م کال کې ۱۴۹ اعدامونه ترسره شوي دي. ویتنام له شاوخوا ۸۵ او عراق له ۵۲ د اعدام له ثبت شویو مواردو سره تر دغو هیوادونو شاته دي.

تیر کال په ایران کې د اعدام د مواردو د کمیدو دلیل، د مخدره موادو د قاچاق په قانون کې تغیر اعلان شوی دی. د دې رپوټ پربنسټ په ۲۰۱۸ م کال کې په ایران کې د ترسره شویو اعدامونو شمیر تر هغې د یوه کال مخکې په پرتله نیمایي ته راټیټ شوی دی.

Infografik Todesstrafe 2018 DE (SPERRFRIST 10.4.2019, 02.01 Uhr MEZ)
په ۲۰۱۸ م کال کې په مختلفو هیوادونو کې د اجرا شویو اعدامونو ګراف

د بخښنې نړیوال سازمان څه د پاسه ۴۰ کلونو راهیسې په نړۍ کې د اعدام د سزا پر وړاندې مبارزه کوي. د بخښنې نړیوال سازمان د آلماني څانګې مشر مارکوس بیکو، په دې اړه خبریالانو ته وویل: «د اعدام سزا، یو ډیر بد او غیر انساني، د ژوندکولو له حق او د بشري حقونو له نړیوال منشور سره په ټکر کې دی.» 

ویل کیږي چې د نړۍ دوه پر دریمه برخه هیوادونو د اعدام سزا لغوه کړې او یا یې نه عملي کوي. مارکوس بیکو، زیاتوي چې اوسمهال د نړۍ ۱۴۲ هیوادونو د اعدام سزا له خپل قانون څخه ایستلې او یا یې نه عملي کوي. دا په داسې حال کې ده چې په ۱۹۸۷م کال کې د نړۍ یوازې ۶۹ هیوادونه د اعدام د سزا مخالف وو.

د بخښنې نړیوال سازمان د کلني رپوټ پر بنسټ په نړیواله کچه د اعدامونو سزا په عملي کیدو کې د کموالي په پام کې نیولو سره په تیر میلادي کال کې د اعدام  ۲۵۳۱ نوي حکمونه صادر شوي دي او په مجموع کې شاوخوا ۱۹۳۳۶ تنه د اعدام په سزا محکوم شوي کسان په زندانونو کې د بند شپې ورځې تیروي.

دویچه ویله فارسي/ ش. ن