1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښې نړیوال سازمان طالبانو ته: منیژه صدیقي ژر خوشې کړئ

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ بهمن ۳, سه‌شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د مېرمنو د نیولو او شکنجه کولو د درولو غوښتنه کړې ده. دې سازمان په یوه لیک کې د طالبانو د استخباراتو له رئيس څخه غوښتنه کړې ده، چې منیژه صدیقي دې «بې قید و شرطه» ژر تر ژره خوشې کړي.

https://p.dw.com/p/4basx
آرشيف انځور: په کابل کې ښځو د خپلو حقونو له پاره لاريون کړی
آرشيف انځور: په کابل کې ښځو د خپلو حقونو له پاره لاريون کړیانځور: AFP/Getty Images

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه سرخلاصي لیک کې د طالبانو ادارې د استخباراتو له رئیس عبدالحق وثیق څخه د منیژې صدیقي د «بې قید و شرطه» خلاصون غوښتنه کړې ده. منیژه صدیقي يوه له معترضو مېرمنو څخه ده چې د تېر ۲۰۲۳م کال په اکتوبر مياشت کې ورکه او وروسته د ډیسمبر مياشتي پر پنځمه نېټه د څرخي پله زندان ته ولېږدول شوه.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې منیژه صدیقي مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او له خپلې کورنۍ سره هم نه شي لیدلی.

د دې بنسټ د لیک په یوه برخه کې راغلي دي: «هغه پرته له دې چې په کوم جرم تورنه شوي وي، تر شکنجې او نور ناوړه چلن سره مخ ده. منیژه صدیقي باید ژر او له قید و شرط پرته ازاده کړای شي.»

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو تر اوسه د طالبانو د سیاست خلاف ډېر شمېر معترضې مېرمنې ورکې یا نیول شوي او له شکنجې او بد چلن سره مخ دي.

د طالبانو د استخباراتو د رئیس په نوم دې استول شوي لیک کې راغلي دي: «زه غواړم په افغانستان کې د بشري حقونو د یوې مدافع منیژې صدیقي د خپل سرې نیونې په اړه خپل اندېښنه څرګنده کړم. هغه یوازې د بیان ازادۍ او سوله‌ ایزې راټولېدنې حق څخه په ګټنې په خپلسري ډول نیول شوې.»

د بخښنې نړیوال سازمان موندنې ښيي چې منیژه صدیقي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او په ډېر ناوړه حالت کې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د یوه تازه رپوټ له مخې، د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ مياشتي څخه د ۲۰۲۳م کال تر جنورۍ مياشتي پورې له بشري حقونو څخه د سرغړونو له ۱۶سوه قضیو نیمايي یې د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې، ظالمانه او غیرانساني چلن دي. سربېره پر دې، نیول شوي کسان په ناسمو شرایطو کې قرار لري او روغتیايي پاملرنو ته لاسرسی نه لري.

د بخښنې نړیوال سازمان، په دې لیک کې ټینګار کړی دی چې د منیژې صدیقي نیول د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف دي او په دغه لیک کې د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی دی چې د منېژې صدیقي نیول د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق په ګډون، چې افغانستان یې هم غړیتوب لري، د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.

طالبانو د منیژې صدیقي له نیولو سره هم‌مهاله درې نورې معترضې مېرمنې د هغوی له کورنیو سره نیولې وې، چې بېرته خوشې شوي، خو منیژه صدیقي د نامعلومو دلایلو له امله د طالبانو په بند کې ده.

د رپوټونو له مخې، طالبانو پر افغانستان له دویم‌ځلي ولکې وروسته په تکراري ډول د مېرمنو او نجونو له حقونو سرغړونه کړې او د دې پوړ پر سیاسي او ټولنیز ګډون یې بندیزونه لګولي دي.

د دغو بندیزونو په لړ کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې مېرمنو او نجونو اعتراضونه پیل کړي، خو طالبانو د دغو مېرمنو لاریونونه او اعتراضیه غونډې سرکوب کړي او ډېر شمېر معترضې مېرمنې او نجونې یې نیولي او زنداني کړي دي.

طالبان بیا د مېرمنو د نیولو او زنداني کولو په اړه له رسنیو سره نه غږېږي. ویل کېږي، دا وړ نیونې تر ډېره د طالبانو استخبارات کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

پر ابراهيم خيل نجرابي د طالبانو په زندان کې څه تير شوي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب