د برلين په کلتوري کارنوال کې د مهاجرو د پام وړ نقش
له ۱۹۹۶م کال راهیسې هر کال د آلمان په پلازمېنه برلين کې د مختلفو کلتورونو ګډ کارنوال ترسره کیږي. سږ کال هم تر ۷۰ ډیرو مختلفو فرهنګي ډلو دغه جشن په خپلو دودیزو نڅاګانو او سندرو سره ولمانځه.
دغه کارنوال په برلين کې د "پنطیکاست" په نوم د عیسوي اختر په ورځو کې ترسره کیږي. په سږګني کارنوال کې هم په سلګونو زرو کسانو ګډون کړی وو.
د کلتوري کارنوال د ترسره کولو هدف یوازې د فرهنګونو رنګارنګي ښوول نه دي، بلکه د دغو کلتورونو ستایل او جشن نیول هم دي. په سږني کارنوال کې چې د ګډون کوونکو ډولو شمیر یي ۷۴ ته رسیده، پر آلمانانو سربیره د سویلي امریکا، افریقا، بالکان هیوادونو، هند او منځني ختیځ مختلفو ډلو د خپلو کلتورونو نمایش وړاندې کړ.
پر لویو ډلو سربیره کوچنیو ګروپونو هم له ځانګړو لباسونو او نڅاګانو سره دې جشن ته خاصه ښکلا وربخښلې وه.
په آلمان کې داسې لږ ښارونه شته چې د برلين په څیر د کلتورونو تنوع یا رنګارنګي ولري. په برلين کې د ۱۸۰ مختلفو هیوادونو اتباع ژوند کوي.
د هر کال په څیر موسیقي هم په سږني کلتوري کارنوال کې مهم رول درلود. په کارنوال کې د ډي جی موسیقې ترڅنګ نورو سندرغاړو هم ګډون درلود. دا جشن د اقتصادي پلوه هم د برلين له پاره ډیر مهم ګڼل کیږي او د برلين د سیاحت سکتور ته رونق وربخښي.
په تیرو دوو لسیزو کې له دې کلتوري کارنوال څخه د لیدونکو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالي راغلی او اوس یې شمیر شاوخوا یو میلیون تنو ته رسیدلی دی. په برلين د کلتورونو لومړنی کارنوال په ۱۹۹۶ م کال کې د بهرنیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د اعتراض په توګه ترسره شوی وو چې اوس یي هم خپل دغه سوله ایز ماهیت ساتلی دی.
په آلمان کې د ښي اړخي نظریي په پراخیدو او د بهرنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په پام کې نیولو سره د دغه کلتوري کارنوال ترسره کونکي دې جشن ته د مختلفو پرګنیو ترمنځ د ګډ سوله ایز ژوند د ترسره کولو په برخه کې د یوه مهم ګام په سترګه ګوري.