1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برليناله جايزه د يوه اسرائيلي په اړه فلم وګټله

۱۳۹۷ بهمن ۲۸, یکشنبه

د آلمان د فلمونو په نړيوال فستيوال برليناله کې د ژوري فيصله يو ځل بيا نندارچيان حيران کړل. د طلايي يږ په نوم جايزه د يوه ځوان اسرائيلي په هکله فلم وګټله چې په پاريس کې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/3DX4A
69. Berlinale Preisverleihung | Nadav Lapid
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

د ژوري مشرې ژوليت بينوش د برليناله فستيوال له مدير، ديتر کوسليک، سره يو ځای د ګټونکي فلم نوم واخيست: «طلايي يږه د سينونيمز يا مترادفاتو په نوم د ندف لاپيد فلم وګاټه.»

په قوي انځورونو او عجيبه مسخرو سره د يوې اوتوبيوګرافۍ يا د ژوند د يوې کيسې الهام لرونکې دغه ډرامه د يوه ځوان اسرائيلي د ژوند په هکله څرخي چې د فرانسې په پاريس ښار کې اوسيږي. د فلم ډايرکتر يا لارښود، لاپيد، په احساساتي ډول له خپلو همکارانو څخه مننه وکړه، په تېره بيا له خپلې مور څخه چې د فلم د چمتو کولو پر وخت مړه شوې وه. د هغې وظيفه دا وه چې کټينګ وکړي يعنې فلم غوڅ او ترتيب کړي. د غوره فلمي لارښوونې په برخه کې د سپين زرو يږ جايزه انګېلا شانېلېک تر لاسه کړه. د هغې فلم «زه په کور کې وم، مګر...» نوميږي او د يوې ښځې داستان رانغاړي چې يوازې ده، او خپل ماشومان تربيه کوي. هغه او ماشومان يې له ډېره ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

69. Berlinale Preisverleihung | Yong Mei und Wang Jingchun
وانګ جينګچون او يونګ ماي د سپين زرو يږ جايزه وګټله انځور: Reuters/H. Hanschke

بله جايزه چينايانو وګټله

غوره لوبغاړی سږ کال وانګ جينګچون ټاکل شوی دی چې د «تر دې ځايه، زما زويه» په نوم ډرامه کې يې رول ادا کړی دی. د چين دغه فلم اصلا د طلايي يږ له پاره مخکښ فلم ګڼل شوی وو.

وانګ جينګچون له خپلې همکارې يونګ ماي څخه مننه وکړه او بيا ورسره د ستيج په سر راڅرګند شو. هغې ته هم د غوره اصلي لوبغاړې په توګه د سپين زرو يږه ورکول کيږي. د هغوی فلم د دوو جوړو په هکله يوه کيسه ده چې د ژوند دېرش کاله يې پکې انځوروي. په دغه دوره کې په چين کې يوازې يوه ماشومان ته د راوړلو اجازه ورکول شوې وه چې پر ټولنې باندې يې سخت تاثيرات لرلي دي. له چين څخه يوه بل فلم بيا برلين ته لاره ونه موندله. دغه فلم هم اصلا ښه چانس درلود. داسې ويل کيږي چې د «يوې ثانيې» په نوم فلم په صحيح وخت جوړ نه شو، خو د برليناله ژوري او نور کسان داسې انګېري چې سانسور شوی به وي. د برليناله د فلمونو مدير، ديتر کوسليک په آخر وار د برليناله مشري وکړه. له ۱۸ کلونو وروسته هغه له خپلې وظيفې څخه په شا کيږي.