1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانيا لومړۍ وزیره دنده پریږدي

۱۳۹۸ خرداد ۳, جمعه

په یوه احساساتي وینا کې د بریتانيا لومړۍ وزیرې تریزا مې وویل چې د جون میاشتې پر ۷ نیټه به له خپلې دندې استعفا وکړي. دا چې څوک به د هغې ځای ناستي شي، دغه هیواد ته د امریکا د ولسمشر تر سفر وروسته به روښانه شي.

https://p.dw.com/p/3J11k
Theresa May London Statement
انځور: Reuters/T. Melville

د بریتانيا صدراعظمې تیریزا مې نن د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲۴مه) وویل چې د محافظه پاله ګوند د مشرۍ او همداشان د صدراعظمۍ له څوکۍ څخه به د جون میاشتي پر اوومه نیټه استعفا وکړي. مې په خپل وینا کې وویل چې په دې ژوره خواشینې ده چې پر ښو هڅو سربیره په دې ونه توانیده چې د بریکزټ یا له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو تړون سر ته ورسوي.

مې وویل چې «بریکزټ زموږ په هیواد کې د ژور بدلون له پاره یو غږ وو. ما خپله پوره هڅه وکړه چې د خلکو اراده تطبیق شي.» مې په خپله وینا کې دا هم وویل چې هغه د دغه هیواد دوهمه صدراعظمه وه، نه وروستۍ. د مې په خبره دا ورته د ویاړ خبره ده چې د هغه هیواد خدمت وکړي چې ورسره مینه لري.

مې به تر هغه وخته لومړۍ وزیره وي چې د هغې ځای ناستی وموندل شي.

د بریتانيا لومړۍ وزیره په وروستیو میاشتو کې هغه مهال د استعفا له سختو فشارونه سره مخامخ شوه چې درې ځله په دې هڅه کې پاته راغله چې له اروپايي ټولني څخه د وتلو له پاره له پارلمان تائید تر لاسه کړي.

په دې هکله د تریزا مې وروستی پلان چې په روانه اوونۍ کې ترې پرده پورته شوه د هغې د دوستانو او مخالفینو له یو ډول تمسخر سره مخامخ شو. د اپوزیسیون سیاستوال جیرمي کوربن دغه پلان د مې د پخواني خراب تړون د تکرار په توګه یاد کړ.

د هغې د ځای ناستې د ټاکل کیدو له پاره سیالي ښایي دغه هیواد ته د جون پر لسمه نېټه د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ تر رسمي سفر وروسته پیل شي. د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت، ویلي دي چې تریزا مې به ترمپ ته د صدراعظمې په توګه هرکلی ووایي.

د وروستیو نظر پوښتنو له مخې بورس جانسن دغه پوست ته اوسمهال د خوښې وړ کس بلل کیږي. جانسن چې د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر او د لندن ښاروال تير شوی دی، لا تر مخه په دې هکله زیګنال ورکړی دی او د بریکزټ د چارو پخواني وزیر ډومینک راب، او همداشان له اندریا لیدسم سره د سیالۍ اټکل وکړي.

د تریزا مې کاري دوره له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو موضوع تر سیورې لاندې وه. اوس له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو له پاره د اکتوبر۳۱مه نیټه ټاکل شوې ده چې په هکله یې پارلمان باید یا تړون تائید کړي او یا بې له تړونه له اروپایي اتحادیې څخه ووځي.