1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سعودي ته دې د خپلواکو څارونکو یوه ډله واستول شي»

۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د سعودي عربستان په زندانونو کې د ښځو د شکنجې او جنسي زورونې خبر ورکړی دی. دغو مدني فعالانو د ښځو د حقونو له پاره مبارزه کوله. خو د سعودي حکومت بیا دغه تورونه رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/39hzb
Saudi-Arabien 1. Tag Fahrerlaubnis für Frauen
انځور: Reuters/H. I Mohammed

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (Human Rights Watch) له سعودي عربستان څخه غوښتي دي چې دغه هیواد ته د بین المللي څارونکو د سفر او د سعودي له زندانونو څخه د لیدنې زمينه مساعده کړي. د څارونکو د دغې ډلې له استولو څخه هدف په ځانګړي توګه د ښځينه بندیانو د وضعیت ارزونه ښودل شوې ده. یو شمیر ښځې چې د خپلو حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو د موټر چلونې د حق له پاره یې مبارزه کوله بندیانې شوې دي.

د فرانسې خبري آژانس د جمعې په ورځ له دوبۍ څخه د یوه رپوټ په خپرولو سره، د سعودي عربستان په زندانونو کې د ښځو د جنسي زورونې او شکنجې په هکله د بشري حقونو سازمان د کوښښونو پر موضوع تم شوی دی.

د خاشقجي د قتل موضوع سیورې

د سعودي عربستان حکومت تر اوسه پورې په زندانونو کې د ښځو د جنسي زورونې او شکنجې تورونه بی بنسټه بللي دي. اوس د بشري حقونو سازمان د جمال خاشقجې د قضیې په هکله د سعودي د حکومت په اصطلاح «دروغونو» ته په اشارې سره اعلان کړی دی چې د سعودي حکومت د غلطو څرګندونو تکرار، د دغه هیواد په زندانونو کې د جنسي زورونې او شکنجې په اړه د حکومت د څرګندونو اعتبار هم کم کړی دی.

له همدې امله د بشري حقونو دغه بنسټ په همدې ارتباط غوښتنه کړې چې د سعودي حکومت دې د خپلې ادعا د ثبوت په خاطر د بین المللي ناظرانو یوې ډلې ته د سعودي له زندانونو څخه د لیدنې زمينه مساعده کړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان د جمعې په ورځ(د دسمبر میاشتې ۷) اعلان وکړ چې د سعودي عربستان په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تیري او شکنجې د موضوع په اړه یې له څو مختلفو سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړي دي.

ریاض دغه ادعاوې رد کړي

دا لومړي ځل نه دی چې د سعودي عربستان په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تیري او د دوی د شکنجه کولو په هکله ادعاوې مطرح کیږي. د بشري حقونو بنسټونو د می میاشتې راهیسې څو واره دا ډول موضوعات مطرح کړي دي.

د سعودي حکومت د نومبر په میاشت کې د دغه هیواد په زندانونو کې د ښځو د شکنجې په اړه د بشري حقونو او بخښنې نړیوال سازمان څرګندونې رد او بی بنسټه بللې وې.

اوس د بشري حقونو نړیوال سازمان د سعودي د منتقد وژل شوي خبریالال جمال خاشقجې د قتل قضیې په اړه د سعودي چارواکو د ضد او نقیض څرګندونو په پام کې نیولو سره، د دغه هیواد د چارواکو څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او له همدې امله د ښځينه مدني فعالانو پر زندانونو او محاکمو یې د نړیوالو څارونکو د نظارت غوښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د روان ميلادي کال په می میاشت کې د سعوي عربستان ډير شمیر مدني فعالان ونيول او بندیان شول چې یوه لویه برخه یې ښځينه فعالانې تشکيلوي. ډیري دغه ښځې د موټرچلونې حق د ترلاسه کولو له پاره د مبارزې له امله بندیان شوي دي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: