«پر پښتون ژغورني غورځنګ پوځي برید دي وڅېړل شي»
۱۳۹۸ خرداد ۷, سهشنبهد پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ تائید کړه چې سرتیرو یې له مظاهره کوونکو سره د ډزو په تبادله کې درې مظاهره کوونکي وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بیا پر پوځ باندې تور لګوي چې په بېلابیلو پلمو یې وژني او د همدې یکشنبې ورځې د پیښې په اړه یې ادعا کړې ده چې پوځیانو له ښځو سره ناوړه چلن کاوه.
د یکشنبې ورځې پیښه د پښتون ژغورنې غورځنګ له رامنځ ته کیدو راهیسې تر ټولو جدي پيښه ده. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون اوس ویلي دي چې د مظاهره کوونکو پر ضد د پوځي ځواک د استعمالیدو له کبله اندیښمن شوی دی. دې کمیسیون غوښتي دي چې د یکشنبې پیښه دې د پاکستان د پارلمان یو کمیسیون وڅیړي.
د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د پاکستان حکومت باید سمدستي د درو ملکي فعالانو د احتمالي وژل کیدو په اړه د یوې خپلواکې او موثرې څیړنې امر وکړي.»
د پاکستان پوځ دا هم تائید کړې ده چې د یکشنبې ورځې په پیښه کې لس مظاهره کوونکي او پنځه سرتیري ټپیان شوي هم دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا وایي چې د ټپي شویو کسانو شمیر ۳۰ ته رسیږي.
که څه هم د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د غورځنګ غړي د ډزو په تباله کې وژل شوي، خو محسن داوړ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی او د پیښې پر مهال په سیمه کې موجود وو، پر ټولنیزو رسنیو یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي دي: «هغوی [پوځیانو] پر هر چا ډزې کولې.»
داوړ چې د پارلمان غړی دی، پخپله په دې منځ کې ټپي شوی دی. د پارلمان او پښتو ژغورنې غوځنگ یو بل غړی بیا پوځیانو نیولی دی. داوړ په خپل ویدیوي پیغام کې زیاته کړې ده: «هغوی د شا له خوا پر موږ ډزې پیل کړې. موږ ولیدل چې خلک زموږ په شاوخوا کې لویدل.»
(ms/nz (reuters