1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو سازمانونو پر ایټالیا او اروپايي ټولنې نیوکې وکړ

۱۳۹۶ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د بخښني نړیوال سازمان او اکسفام په نظر ایټالیا او اروپايي ټولنه په لیبیا کي د مهاجرو د شکنجه کیدو قسمي مسؤلیت پر غاړه لري. دغه خبره د بشري حقونو دغو سازمانونو د پنجشنبې په ورځ په دوو جلا جلا اعلامیو کي کړې ده.

https://p.dw.com/p/2rtWG
Libyen Lager für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/B. Schwinghammer

د بخښنې نړیوال سازمان او اکسفام خپل دغه څرګندونې د هغي موافقې پر اساس کړې دي چې یو کال مخکي د غیرقانوني مهاجرو د قاچاق پر وړاندې په مبارزې کې د لیبیا د ساحلي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه د لیبیا او ایټالیا تر منځ شوې وه. له دغي موافقې څخه اروپايي ټولني هم خپل ملاتړ اعلان کړی وو.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چي د همدغي د پوښتنې وړ موافقې له کبله په لیبیا کي خلک وکړول او شکنجه سول او په داسي غیر انساني ډول سره بندیان سول چي هیڅ د نه منلووړ نه دي . اکسفام بیا د ایټالیا څخه وغوښتل چي دغه موافقه بیرته لغوه کړي.

ایټالیا د لیبیا د جګړه ځپلي هیواد ساحلي قواوو ته د نورو تر څنگ پوځي تمرینات ورکوي او په وسلو یې تجهیزوي. د بخښنې نړیوال سازمان په حواله د څه نا څه ۲۰۰۰۰ کسانو د تیښتی مخنیوې سوې ده او بیرته لیبیا ته راوستل سوي دي.

اکثره هغه مهاجر چي په مدیترانه کي ژغورل کیږي، ایټالیا ته ورځي ځکه نو د روم حکومت هڅه کوي چي له طرابلس سره د گډي همکاري په چوکاټ کي د هغوی د هجوم مخنیوی وکړي.

مرستندویه او د بشري حقونو سازمانونه د لیبیا د یووالي حکومت سره دغه گډ کار په بشپړه توګه یو غلط پیل بولي چې پر اساس یې هڅه کیږي، له افریقا څخه د مهاجرو مخه ونیول سي.

د اټکلونو له مخي په سلهاوو زره مهاجر اروپا ته د تگ له پاره په لیبیا کې منتظر دي او تر ډیرو خرابو شرایطو لاندي په دغه جګړه ځپلي هیواد کي بند پاته دي.

پروسږ کال ۱۱۹۳۶۹ کسان چي په مدیترانه کي ژغورل سوي ول ایټالیا ته ولیږدول شول. خو له دغي خطرناکي لاري څخه د تیریدو پر مهال په ۲۰۱۷م کال کي تر ۳۱۰۰ اضافه انسانان وژل سوي هم دي. په همدې عیسوي کال کي تر اوسه پوري پر دغه لار د وژل سوو کسانو تعداد تر۲۱۰ تنو هم اوښتی دی.

زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم:(05.12.2017)