1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلوچستان د سرو زرو او مسو زيرمو ته د پوځ ليوالتيا

۱۳۹۷ اسفند ۲۲, چهارشنبه

په پاکستان کې د سرو زرو او مسو ذخيرې په ډيرو سيمو کې موندل شوي دي، خو د بلوچستان په رکو ډک کې کانونه نه يوازې په دغه هیواد، بلکې په ټوله نړۍ کې د سرو زرو او مسو ستره زيرمه بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/3Ew5M
Recodeck gold mine Balochistan Pakistan
انځور: DW/G. Kakar

د رکو ډک په پروژه کې د ايالتي او فدرالي حکومت لسو برحالو او پخوانيو کارکوونکو ويلي دي چې د دغي پروژې د راتلونکي په هر پرمختگ کې به پوځ ښايي يو مهم اړخ وي.

پوځ د رکو ډک کان ته د دولتي شتمنۍ په توگه گوري. د چارواکو په حواله پوځ نيغ په نيغه دا پريکړه نه شي کولی چې د رکو ډک له کانونو څخه د سرو زرو او مسو د استخراج پروژې کومو پانگوالو ته ور کړل شي.

خو د پوځ تر کنترول لاندې د «Frontier Works Organization» په نوم اداره چې انگلسي لنډيز یې «اف ډبليو او»دی، له هغو شرکتونو سره د شريکيدو په هڅه کې ده، چې د پروژو د استخراج له پاره ښايي يوځای شي. د بلوچستان حکومت يوه چارواکي د پوځ مرکزي دفتر ته په اشارې سره وويل: «دا «جي ايچ کيو»[ د پاکستان د پوځ مرکزي دفترونو] په خپله ولکه کې اخيستي دي.»

خو کله چې رويترز خبري آژانس له پوځ څخه د رکو ډک په کانونو کې د هغوی د نقش په اړه وپوښتل، نو د پوځ وياند وويل چې «پوځ» د پرمختگ له پاره په دې حکومتي پروژه کې يوازې د ملکي اړتياوو له کبله شاميدلی شي. خو د پوځ وياند البته دا خبره ومنله چې «اف ډي او» د کان کيندنې په برخه کې کافي تجربه ترلاسه کړې ده او دوی د رکو ډک د راتلونکي په پروژو کې دلچسپي لري.

Kohlebergbau in Pakistan
بلوچستان کې د ډبرو سکرو ستر زيرمې هم شته دیانځور: DW/A. Ghani Kakar

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري بيا برعکس په واضح توگه ويلي دي چې ملکي ادارې به د رکو ډک د پروژو کنترول ولري او وروستۍ پريکړې به له لومړي وزير عمران خان سره تر مشورو وروسته وشي. خو نوموړي دا هم وويل چې پوځ او نور شريکان هم د دې پروژو مهم اړخونه دي.

د «Military Inc » يا د پاکستان د پوځ د اقتصاد په نوم کتاب ليکواله عایشه صديقه وايي چې د رکو ډک پروژو په تړاو پوځ خپل دريځ قوي کړی او په دې مورد کې په ښه موقف کې دی. هغې زياته کړه: «هغوی [پوځ] په دې پوهيدلی چې د پوځ د پياوړتيا له پاره له اقتصادي پلوه پياوړي کيدل ډير اړين دي او پر اقتصادي چارو کنترول له پوځ سره د هغوی د کاروباري گټو په تعقيبولو کې هم مرسته کولی شي.»

د رکو ډک لانجه په اصل کې څه ډول لانجه ده؟

د ايران او افغانستان سرحد ته څېرمه د يوه پخواني اور غورځونکي لاندې د پرتو رکو ډک زيرمو پروژه د څوو پخوانيو پانگوالو سره د لانجو ښکار شوې ده. د نړيوال بانک تر نظارت لاندې کارکوونکې يوه محکمه به په راتلونکو څو ورځو کې په دې اړه وروستۍ پريکړه وکړي چې پاکستان بايد د انفلاسيون په توگه بهرنيو شرکتونو ته څومره پيسې ورکړي. ښکيل اړخونه د ۱۱ ميلياردو ډالرو غوښتنه کوي. دلته لانجه د کان کيدنې د څو جوازونو پر سر ده.

په دې منځ کې د پاکستان حکومت هڅه کوي چې نوي پانگوال وموندل شي. د پاکستاني چارواکو په حواله د چين او سعودي عربستان له خوا په دې هلکه ليوالتيا ښوول شوی ده.