1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بمبی د ترورستي حملو په اړه هندوستان پاکستان ته شواهد وړاندي کړل

۱۳۸۷ دی ۱۶, دوشنبه

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير اعلان کړی، چي دوی د دوشنبې په ورځ پاکستان ته هغه سندونه ورکړل، چي د هغو اسلامي وسله والو سره، چي د نوومبر په مياشت کې په بمبی کي ترهگري گذارونه تر سره کړي، د هغه هيواد پر اړيکو دلالت کوي.

https://p.dw.com/p/GSJG
په بمبی کي د تاج محل هوټل
په بمبی کي د تاج محل هوټلانځور: AP

حکومت دا هم ويلي دي چي سخت سياسي کوښښونه به کوي، تر څو پر اسلام آباد باندي نړيوال فشار ډيرکړي، چي تر اوسه پوري د هندوستان هغه غوښتني ته غاړه نه ږدي، چي ورته د ترشک لاندي ترهگرو لست ورکړي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير پراناب مکرجي،خبريالانو ته وويل:« موږ نن پاکستان ته په هغه هيواد کي له هغو ترهگرو سره د اړيکو درلودلو شواهد ورکړل، چي د 2008 ميلادي کال د نومبر د مياشتي په 26 نېټه يې په بمبی کې حمله وکوله.»

ده زياته کړه، کوم څه چي په بمبی کي منځ ته راغلل نه بخښل کېدونکی جرم وو. تر کومه ځايه پوري چي د پاکستان په حکومت پوري اړه لري، موږ يوازي غواړو چي هغه په لوړه کچه د دواړو هيوادونو تر منځ سوې روغه جوړه عملي او هم نړيوالو وجيبو ته غاړه کښېږدي. او دا روښانه دي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير، شيواشنکر منون، په ډهلي کي د پاکستان لوی کمشنر ته ياد شوي سندونه ورکړيدي. اسلام آباد هم د هغوی په لاس ته وروړلو اقرار کړی دئ او د هغوی متن يې لوستی دئ.

په سندونو کي له محمد اجمل امير امام څخه، چي د محمد اجمل قصاب په نامه مشهور دئ، د شوو تحقيقاتو دوسيه شامله ده. هغه يوازنی ژوندی پاته سوی وسله وال دئ، چي ځان د پاکستان وگړی بولي. په دې سندونو کي، د حملې په وخت کي له پاکستاني عناصرو سره د وسله والو کسانو د ارتباط جزئيات هم موجود دي. همدا شان لاس ته ورغلي وسلې او نور مهمات، نور نړيوال ځايي معلومات او د سټلايټ تلفون نمرې.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير«کوم څه چي په بمبی کي منځ ته راغلل نه بخښل کېدونکی جرم دی»
د هندوستان د بهرنيو چارو وزير«کوم څه چي په بمبی کي منځ ته راغلل نه بخښل کېدونکی جرم دی»انځور: AP

مکرجي دا هم زياته کړه، موږ د پاکستان له حکومت څخه انتطار لرو، چي ژر تر ژره نوري څېړني وکوي او موږ ته د هغه نتيجې په لاس راکړي، تر څو وکړای سي مسئول کسان عدالت ته وړاندې شي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير وړاندې په ډاگه کړې، نوي ډهلي دا معلومات په ټوله نړۍ کې د بهرنيو چارو وزيرانو ته ورکړي دي، او هم به په نوي ډهلي کې بهرني سفيران پرې خبروي، او په نوره نړۍ کې به د هندوستان سفيران ورته عمل کوي.

د هندوستان پر مالي مرکزي بازار باندې د نوومبر د مياشتې له ٢٦ ورځې نه تر ٢٩ ورځې پورې يرغل، د حمله کوونکو په شمول ١٧٢ تنه له منځه يووړل. د هندوستان چارواک وايي، په پاکستان کې مېشته او منع شوې وسله والې ډلې لشکر طيبه، پر ممبې باندې هغه لس تنه يرغل کوونکي روزلي او گمارلي وو.

د پاکستان حکومت تر اوسه پورې دا ادعا کوله چې نوي ډهلي، له هغو گذارونو سره د پاکستان د اړوند هېڅ ثبوت نه دئ لاس ته وروړی. خو د هندوستان د کورنيو چارو وزير پالانياپان چيدام بارام د اونۍ په پای کې څرگنده کړه، چې د پاکستان په هکله ثبوت د تعجب وړ او له مسئوليت څخه ډک دئ، او په ډاگه کوي چې حمله کوونکي د پاکستاني چارواکو لخوا ملاتړ کېدل.