1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د بن لادن زوی، حمزه څوک دی او راتلونکې به یې څه وي؟

۱۳۹۷ اسفند ۲۷, دوشنبه

کله چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن، لومړی ځل په رسنیو کې راڅرګند شو ۱۲ کلن وو. خو اوس هغه لوی شوی او د خپل پلار تر مړینې وروسته یې د القاعدې ډلې چارې په لاس کې اخیستې دي.

https://p.dw.com/p/3FFqq
Hamza bin Laden
انځور: picture-alliance/dpa

د۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو یوازې څو ورځې وروسته حمزه بن لادن د القاعدې په یوې پروپاګند ویدیو کې راڅرګند شو. خو د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا په پاکستان کې د هغه د پلار تر وژل کیدو وروسته، اوس هغه د ترهګرۍ پر ضد نړیوالې جګړې یو له اصلي اهدافو څخه دی.

په همدې وروستیو اوونیو کې امریکا متحده ایالاتو د هغه پر سر د یو میلیون ډالرو جایزه وټاکله او د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا د هغه نوم په نړیوالو بندیزونو کې شامل کړ. له دې سره بيا انترپول د هغه د نیولو امر صادر کړی او سعودي عربستان هم اعلان کړی دی چې له حمزه بن لادن څخه یې د دې هیواد تابعت اخیستی دی.

دغه تدابیر ښيي چې نړیوال چارواکي په دې اند دي چې حمزه بن لادن چې اوس د ۳۰ کلونو دی، په یوه ډیریدونکي جدي ګواښ باندي بدل شوی دی. هغه د القاعدې ډلې مشري پر غاړه نه لري، خو په دې ډله کې چې پلار يې بنسټ ایښی وو، په دې وروستیو وختونو کې ډیر پرمختګ کړی دی. داسې اټکل کیږي چې القاعده دې هغه د یاغیانو د یوه ځوان نسل د مشر په توګه وټاکي.

د امریکا د فدرالې استخباراتی ادارې یا FBI پخوانی څیړونکی علي صوفان، اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «له لومړي سره روښانه وه چې حمزه به د خپل پلار پر پل قدم ږدي.»

هغه زیاته کړه: «هغه چمتو دی چې په القاعدي کې د رهبرۍ لوی نقش پر غاړه واخلي.»

د هغه په اړه ډیر څه نامعلوم دي. څوک نه پوهیږي چې حمزه اوس چیري اوسیږي. خو د هغه ژوند هم د القاعدې شبکې سفر ته ورته دی. دی آرامه او ثابته پر مختګ کوي.

له القاعدې سره ژوند

د حمزه بن لادن د زیږیدو د اصلي نیټې په اړه بیلابیل نظرونه موجود دی. خو ډیر کسان وایي چې دی په ۱۹۸۹م کال کې زیږدلی دی. په دې کال کې د هغه پلار هم له یوه مهم دور څخه تیریده. په ۱۹۸۰مو کلونو کې اسامه بن لادن له دې کبله چې په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو پر ضد جنګیدونکو مجاهدینو ته وسلې او مالي امکانات برابرول، نړیواله توجه ځان ته جلب کړې وه.

د افغانستان د جګړې له سړیدو سره اسامه بن لادن د القاعدې ډلې د مشر په توګه مطرح شو. په دې وخت کې لا بن لادن له خیره صابر سره واده کړی وو. هغه د ماشومانو ډاکټره وه او د اسامه بن لادن د یوې بلي ښځې د زوی درملنه یې کړې وه. حمزه بن لادن د همدې ښځې زوی دی.

د اکسفورد پوهنتون له پیم بروک کالج څخه الیزبت کیندل، چې د حمزه په اړه څیړنې کوي، وایي: «دغه هلک له القاعدې سره ژوند کړی، دغه ډله یې تنفس کړې او دغه ډله یې د ژوند له لومړۍ ورځې تجربه کړې ده.»

حمزه چې نوم یې په عربي ژبه کې د «زمري» یا «ځواک» معنی ورکوي، لا ډیر کوچنی ماشوم وو چې پلار یې په تبعید کې ژوند پیل کړ. تر هغه وروسته چې اسامه بن لادن پر شاهي کورنۍ باندې د امریکایي ځواکونو د کوربتوب له کبله نیوکې وکړې، حمزه او د کورنۍ نور غړي یې په ۱۹۹۱م کال کې سوډان ته کډه شول.

اسامه بن لادن په دې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو پر ضد د جهاد اعلان وکړي. له دې سره نړیوالو پر سوډان باندې فشار راوړ چې په پایله کې یې اسامه او کورنۍ یې د دې هیواد پریښودو ته اړ شول او په ۱۹۹۶م کال کې یو ځل بیا افغانستان ته ورسیدل. په دې وخت کې حمزه اووه کلن وو.

القاعدې په ۱۹۹۸م کال کې د امریکا متحده ایالاتو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړ. په کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونو ۲۲۴ کسان ووژل او بیا په ۲۰۰۰م کال کې القاعدې په یمن کې د امریکا متحده ایالاتو پر USS Cole نومې کښتۍ باندې برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۷ امریکایي ځواکونه ووژل شول.

په دې موده کې حمزه له خپل پلار سره په انځورونو او د پروپاګند په ویدیوګانو کې راڅرګندیده.

په ۲۰۰۱م کال کې القاعدې پر امریکا متحده ایالاتو باندې خپل تر ټولو لوی برید وکړ چې په پایله کې نزدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول. تر برید وروسته، حمزه چې هغه وخت ۱۲ کلن وو د القاعدې په یوې پروګاند ویدیو کې راڅرګند شو او په عربي ژبه یې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر، په وصف کې یو شعر ووایه.

د ویدیو تر خپریدو لږ وروسته، د طالبانو رژیم د امریکا متحده ایالاتو د برید په پایله کې ړنګ شو او اسامه بن لادن لومړی په افغانستان کې د توري بوره غرونو ته وتښتید او له هغه ځایه بیا پاکستان ته ولاړ. تر دې مرحلې وروسته، حمزه بن لادن د خپل پلار په څیر لادرکه شو.

په ایران کې ژوند

حمزه او مور یې د القاعدې او طالبانو د نورو ډیرو غړو په څیر پاکستان ته ولاړل او له دې هیواده بیا ایران ته واوښتل. د اسامه بن لادن د وژل کیدو پر مهال ترلاسه شوي اسنادو له مخې کارپوهان او څیړونکي په دې نظر دي چې القاعدې په ایران کې د حمزه او مور له پاره په بیلابیلو کورونو کې پټنځایونه برابر کړي ول.

د ایران او القاعدې تر منځ ارتباط ډیر روښانه نه دی. تهران په دې اړه رپوټونه ردوي. خو امریکایي چارواکي بیا په دې نظر دي چې اسامه بن لادن آن له هغه وخت چې په سوډان کې اوسیده په ایران کې اړیکې لرلې. د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د بریدونو د څیړنې کمیسیون په دې نظر دی چې د القاعدي جنګیالیو په لبنان کې د حزب الله ډلې له خوا چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، روزنې ترلاسه کړ.

لا روښانه نه ده چې ایران ولې د سپتمبر تر بریدونو سمدستي وروسته د اسامه بن لادن د ښځو او ماشومانو په ګډون د القاعدې غړو ته خپل هیواد ته د داخلیدو اجازه ورکړې وه. د القاعدې د یو شمیر غړو په حواله د ۲۰۰۳م کال تر اپریل میاشتې پورې کله چې امریکا پر عراق باندې برید وکړ، تهران هم د القاعدې د غړو پر ضد اقدامات پیل کړل او د دې ډلې یو شمیر غړي یې په خاوره کې ونیول.

په بند کې ژوند

د حمزه مور په ایران کې د القاعدې له غړو وغوښتل چې زوی یې له ځان سره مل کړي. حمزه په دې وخت کې خپل پلار ته یو لیک واستاوه او د هغو اسلامي کتابونو نومونه یې ذکر کړل چې ده ویلي ول. حمزه په لیک کې په دې اړه هم خپګان وښود چې دی په بند کې دی او د جهاد په کرښه کې نه جنګیږي.

که څه هم حمزه په خپل بند خوښ نه وو، خو ښايي همدې بند د هغه ژوند ژغورلی وي، ځکه د امریکا متحده ایالاتو پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما، د القاعدې د غړو په نخښه کولو ته دوام ورکړ.

د حمزه ناسکه ورو سعید، په دې وتوانيد چې د ایران له بنده پاکستان ته وتښتي، خو دی بیا دستي په ۲۰۰۹م کال کې د امریکا متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

له امریکایي پوهنتون څخه د القاعدې د چارو کارپوهه تریشا بیکون، وايي: «ښايي دې موضوع چې هغه په ایران کې وو د حمزه ژوند ژغورلی وي، ځکه په دې دوره کې [د القاعدې نور غړي] په نخښه او یا هم نیول کیدل.»

هغه زیاتوي: «دا [ایران] ښايي د دې له پاره چې بیا وروسته [حمزه] وشي کولای ظهور وکړي یو ښه ځای وو.»

په دې موده کې حمزه واده هم وکړ. هغه د عبدالله احمد عبدالله چې د امریکا په اند له القاعدې سره یې د امریکا پر سفارتونو په برید کولو کې مرسته کړې وه، له لور سره واده وکړ. هغه دوه ماشومان لري چې ورباندې د خپل پلار او مور نومونه ایښي دي.

په دې وخت کې په ایران کې د القاعدې ډلې د غړو شتون په اړه اوازې ډیرې تودې وې. په ۲۰۰۹م کال کې اسامه بن لادن یوه لور له زندانه په تیښته وتوانیده او ځان یې په تهران کې د سعودي عربستان سفارت ته ورساوه. د ایران د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متقي، ویلي وو: «موږ نه پوهیږو چې هغه څرنګه سفارت ته ولاړه او څرنګه هیواد ته داخل شوې ده.»

د بن لادن بل زوی خالد، بیا وروسته یو لیک ولیکه چې پر انترنت خپور شو. په دې لیک کې د ایران مذهبي مشر ته ویل شوي ول چې د ده د کورنۍ غړي په ایران کې «وهل او ځپل» شوي دي.

تر کلونو بند وروسته، په ایران کې بندي د القاعدې غړو یو چانس ترلاسه کړ. وسله والو په پاکستان کې یو ایراني دیپلومات په ۲۰۰۸م کال کې ونیوه. هغه بیا د ۲۰۱۰م کال په مارچ میاشت کې آزاد شو او په عین وخت کې د حمزه بند هم پای ته ورسید.

اسامه بن لادن غوښتل خپل زوی قطر ته د دیني زده کړو له پاره واستوي، خو هغه د پاکستان وزیرستان ته ولاړ او هلته یې د وسلو او روزنې غوښتنه وکړه. دغه هر څه اسامه بن لادن ته په یوه لیک کې راغلي دي. د حمزه مور سمدستي ایبټ آباد ته ولاړه او هیله یې لرله چې حمزه به هم دې ځای ته چې اسامه بن لادن په کې پټ وو ولاړ شي.

خو د ۲۰۱۱م کال د می میاشتې پر دویمه نیټه امریکایي ځواکونو د اسامه بن لادن پر کور باندې برید وکړ او اسامه یې وواژه. د حمزه مور او د اسامه بن لادن نورې ښخي امریکایانو ونیولې. حمزه بیا لادرکه شو.

بیا راڅرګندیدل

د ۲۰۱۵م کال په اګست میاشت کي د القاعدې د اوسني مشر ایمن الظواهري یوه ویدیو خپره شوه چې پکې یې د حمزه بن لادن ستاینه وکړه. حمزه په ویدیو کې و نه ښودل شو او یوازې یو غږیږ پیغام یې خپور شو.

له هغه وخت راهیسې حمزه د القاعدې له لسو ډیرو پیغامونو کې ښکیل وو او د سوریې له جګړې نیولې سعودي عربستان ته د ولسمشر دونالد ترمپ، د سفر په اړه یې بیانیې ورکړي.

په داسې حال کې چې الظواهري اوس هم د القاعدې ډلې مشر دی، خو څو پیغامونو داسې انګیرنې رامنځ ته کړي دي چې ښايي القاعده هغه د یوه نوي مشر په توګه رامخکې کړي. اوس چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې په سوریې او عراق کې ماتې خوړلې ده، د نړیوالو پام یو ځل بیا القاعدې ته د اوښتو په حال کې دی.

په بریتانیا کې میشت د اسیا براعظم له بنسټ څخه د نړیوال امنیت د څانګې مشر ساجن ګوهیل، په دې نظر دي چې له اسلامي دولت سره د نړیوالې ټولنې د مبارزې پر مهال القاعدې خپل ځواک ډیر کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۷م کال کې حمز بن لادن د «نړیوال ترهګر» په توګه وپیژند او بیا کله چې ملګرو ملتونو هغه په خپل تور لیست کې شامل کړ امریکا متحده ایالاتو یې هم پر سر د یو میلیون ډالرو جایزه وټاکله.

دا هر څه ښيي چې چارواکي حمزه بن لادن یو ګواښ بولي. د امریکا د فدرالې استخباراتی ادارې یا FBI پخوانی څیړونکی علي صوفان، وایي: «ښايي نور داسې استخباراتي معلومات موجود وي چې ښيي یوڅه د پیښیدو په حال کې دي او له همدې کبله دا موضوع دمره مخکې شوې ده.»

خو په القاعدې کې رامنځ ته کیدونکي پیښې ډیر وخت د یوه راز په توګه پاتیږي. د ۲۰۱۸م کال له مارچ میاشتې راهیسې بیا د حمزه بن لادن غږ نه دی اوریدل شوی. هغه په دې پیغام کې د سعودي عربستان رهبران ګواښلي ول. دا چې ولې، لا روښانه نه ده. د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې CIA په ۲۰۱۷م کال کې هغه ویدیو خپره کړه چې په ایران کې د حمزه له واده ډکه شوې وه. دا د هغه وروستي انځورونه دي.

علي صوفان وایي: «ایا هغه به بریالی شي؟ موږ نه پوهیږو. ایا هغه به دومره اوږد ژوند وکړي چې هغه څه چې پلار یې کړي وو، بیا ترسره کړي؟ موږ هیڅ نه پوهیږو. کیداش شي همدا سبا یې موږ [امریکایي ځواکونه] په بې پیلوټه الوتکه ووژني.»

خو صوفان ټینګار کوي چې د القاعدې پلان دا دی چې حمزه بریالی شي او دی یې د همدې له پاره چمتو کړی دی.

ms/sr (AP)