1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بننظیر بهټو د وژنې په تور اوه کسان محاکمه شول

۱۳۹۰ آبان ۱۴, شنبه

د پاکستان یوې محکمې د شنبې په ورځ د دغه هیواد د پخوانۍ صدراعظمې د ترور په تور اوه تنه محاکمه کړل. په دغه کسانو کې پنځه تندلاري او دوه پولیس شامل دي. پهټو په ۲۰۰۷ کال کې د یوه ځانمرګې برید په ترڅ کې ووژل شوه.

https://p.dw.com/p/135hD
بهټو په ۲۰۰۷ کال کې ووژل شوه
بهټو په ۲۰۰۷ کال کې ووژل شوهانځور: AP

بې نظیر بهټو چې په اسلامي نړۍ کې لمړنې ښځینه صدراعظمه وه په ۲۰۰۷م کال کې اسلام آباد ته څیرمه د راولپنډي په ښار کې ووژل شوه.

د ترهګري ضد ځانګړې محکمې د راولپنډي په ښار کې د امنیتي دلایلو له امله د بندو دروازو تر شاه اوه تنه د بهټو د قتل په تور تورن کړ.

دولتي څارنوال، چوهدري ذوالفقار علي، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې دوې د قتل، سازش او فتنې په تور تورن شوي دي.

بې نظیر بهټور د ۲۰۰۷م کال د دسمبر د میاشتې په ۲۷مه نیټه د راولپنډې په ښار کې د یوې انتخابې غونډې وروسته هغه وخت ووژل شوه کله چې هغې د خپلو پلویانو د نعرو د ځوابلوه لپاره د خپل د موټر د چت څخه سر راښکاره کړ، تر هغې وروسته یو ځانمرګی برید تر سره شو چې میرمن بهټو په کې ووژل شوه.

تر دې مخکې میرمن بهټو په لندن کې د جلا وطنی ورځې شپې صبا کولې خو د پاکستان د هغه وخت ولسمشر، پرویز مشرف، سره تر یوې معاملې وروسته بیرته پاکستان ته راستنه شوه. د راستنیدو څو اونۍ وروسته هغې په دغه ځانمرګي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پرویز مشرف د دغه برید پړه د پاکستاني طالبانو د تحریک پر مشر، بیت الله محسود، ورواچوله. محسود په ۲۰۰۹م کال د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمه کې د یو بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

یو بل څارنوال محمد اظهر ویلي چې پر پنځو طالب اورپکو باندې د قبایلي سیمي څخه د ځانمرګي بریدګرو د راولپنډې ښار ته په رارسولو کې د مرستې له امله د جنیایي سازش تور لګول شوی. هغه زیاته کړې چې د پولیس پر افسرانو چې په کې سعود عزیز هم شامل دی د امنیتي سرغړونې تورونه لګول شوي. عزیز هغه وخت د راولپڼدۍ د پولیسو مشر وو. هغوي د بې نظیر بهټو د امنیت پلان تغیر کړای وو.

پر پرویز مشرف چې نن سبا په لندن او دوبې کی د جلا وطنې ورځې تیروي هم دا تور دی چې بهټو ته یې پوره امنیتي تدابیر نه وو برابر کړي.

تیر کال د ملګرو ملتونو د څیړنیز کمیسیون له خوا هم داسې یو راپور خپور شوی وو چې په هغې کې د دې امکان نه وو رد شوی چې ګواکې د بې نظیر بهټو په وژنه کې دې د پاکستان د پوځ ځیني مشرانو او امنیتي کړیو لاس لرلی وي.

پرویز مشرف دغسې څرګندوني رد کړي او ویلي یې دي چې ده یا د هغه امنیتي ادارو د بې نظیر بهټو په وژنه کې کوم لاس نه درلود.

د بې نظیر بهټو تر وژنې وروسته په ۲۰۰۸م کال کې په پاکستان کې ټولټاکنې تر سره شوې چې په ترڅ کې یې د، پاکستان پیپلز ګوند، دغو ټاکنو کې اکثریت تر لاسه کړ.

تر هغې وروسته اوس د بې نظیر بهټو خاوند، آصف علي زرداري، د پاکستان ولسمشر دی.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش