1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د بهرنیانو له پاره سږکال د حج مراسم لغوه اعلان شول

۱۳۹۹ تیر ۳, سه‌شنبه

د کرونا ویروس د خپریدو په اړه اندیښنو له کبله سږکال یوازې محدود شمیر سعودي میشته اتباع کولی شي د حج په مراسمو کې ګډون وکړي. تیر کال د سعودي او بهرنیو هیوادونو شاوخوا ۲،۵ میلیونه کسانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/3eB81
Saudi-Arabien einsame Pilger in Mekka an der Kaaba
انځور: AFP

خبري سرچینو د سعودي عربستان د چارواکو په حواله ویلي دي چې سږ کال یوازې د دغه هیواد ډیر لږ اتباع او په دغه هیواد کې میشتو بهرنیانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون کولو اجازه ورکول کیږي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د دوشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۲۲ نیټه) د دې پریکړې دلیل، په نړۍ کې پر نوي کرونا ویروس د مبتلایانو شمیر زیاتیدل، د کووید-۱۹ ناروغۍ له پاره د واکسین نشتوالی او په ګڼه ګوڼه کې د زیارت کوونکو له خوا د لازم واټن د نه مراعاتیدو ستونزې یاد شوي دي.

سعودي چارواکو د روان کال په فبروري مياشت کې د حج او عمرې په مراسمو کې د بهرنیو اتباعو د ګډون د محدودولو امکان خبره کړې وه، خو ویلي يي ول چې په دې اړه وروستی تصمیم به په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپریدو وضعت ته په کتلو سره ونیول شي.

په معاصر تاریخ کې لومړی ځل

په دې ترتیب سره په معاصر تاریخ کې د لومړي ځل له پاره، یعنې د شلمې پیړۍ د ۳۰ لسیزې په ابتدا کې د سعودي د شاهي سلطنت له پیل راهیسې د مسلمانانو دغه تر ټولو لوی مراسم په خپل عادي شکل نه ترسره کیږي.

تیر کال ۲،۵ میلیونه کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی وو چې په دوی کې ۱۸۰۰ زره یي بهرني اتباع ول.

د نفتو تر صادراتو وروسته د حج او عمرې او اسلامي مقدساتو د زیارت کوونکو سیلانیانو له درکه ترلاسه کیدونکي پيسې د سعودي د شاهي حکومت د عوایدو مهمه برخه ده.

د رسمي شمیرو له مخې تیر کال دغه هیواد شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالره له دې لارې ترلاسه کړي وو.

مخکې تر دې اټکل کیده چې د تمتع حج مراسم به د محدودیتونو په عملي کیدو سره د تیر کال په پرتله د لږ شمیر حاجیانو په موجودیت کې ترسره شي.

د جانز هاپکینز امریکایي پوهنتون له خوا د خپرو شویو ارقامو پر اساس د سه شنبې ورځې تر سهاره پورې په سعودي عربستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۱۶۱ زرو اوښتی او د هغو کسانو شمیر چې د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله یي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ۱۳۰۰ تنو ته رسیدلی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز