1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بورس بېکر مډالونه ليلاميږي

۱۳۹۸ تیر ۴, سه‌شنبه

د تينس د مشهور آلماني لوبغاړي بورس بېکر د مډالونو ليلامي تر هغه وروسته بيرته پېل شوې چې هغه یې د مخنيوي حقوقي دعوه بیرته واخيستله. د داسي باارزښته توکو رانیولو ليلامۍ ته د «تينس مينه وال د يوې ښې موقع» په سترگه گوري.

https://p.dw.com/p/3L4QD
Großbritannien Versteigerung von Boris Becker Memorabilien
انځور: picture-alliance/dpa/Wyles Hardy & Co

د بورس بېکر د مډالونو او نورو شخصي ياداښتونو آنلاين ليلامي يو وار بيا پېل شوې ده. دا خبر روانه اوونۍ د «وېلز هاردي» ليلام خونې له خوا ورکړل شوې دی. 

دا ۸۲ توکي په لومړي ځل د ۲۰۱۸م کال په جون مياشت کې ليلام ته وړاندي شوي ول، څو د پور ورکوونکو له پاره يو څه پيسې په لاس راوړل شي، خو وروسته دغه ليلامي د بورس بېکر له خوا د يوې دعوا له کبله وځنډول شوه.

د تينس دغه ستوری له کلونو راهيسي له اقتصادي ستونزو سره لاس او گريوان دی او تېر کال د لندن د يوې محکمې له خوا ډيوالي وبلل شو يعني هغه نه شي کولی خپل قرضونه بيرته ورکړي.

د ليلام خونې له خوا ويل شوي: «موږ انتظار لرو چې دا ليلام به په هماغه کچه د خلکو د پام وړ وگرځي لکه تېرکال چې يې د خلکو ليوالتيا پارولې وه. ځکه چې دا د تينس د مينه والو له پاره د دې ډول توکو د ترلاسه کولو يوه نادره موقع ده.»

زاړه سپورټي بوټونه او جرابې

د بېکر په هغو شخصي شيانو کې چې ليلامۍ ته وړاندې کيږي، د هغه يوه جوړه استعمال شوي جرابې، د هغه لاسليک شوي سپورتي بوټونه، لاس بندونه، د سپورت يوه جوړه جامې او د ۱۹۹۲م کال د بارسيلونه المپيک يو سند شامل دی.

تېر کال د بېکر وکيلانو ويلي ول چې ليلام ته وړاندې شوي شيان د نوموړي شخصي توکي دي او په دې ترتيب پرې د ډيوالي کيدو قوانين صدق نه کوي. د غبرگون په توگه پور ورکوونکو دغه ليلام وځنډاوه، څو محکمې ته د تلو اړتيا پېښه نه شي.

د بورس بېکر د دغه توکو ليلام چې په آنلاين بڼه ترسره کيږي، اوس بيرته پېل شوي دی او تمه کيږي چې د جولای میاشتې تر ۱۱مې نيټې به دوام وکړي.

د گراند سلام گټونکی

بورس بېکر په ۱۹۸۵م کال کې د تينس د مشهورې مسابقې گراند سلام په گټولو سره په آلمان او ټوله نړۍ کې شهرت پېدا کړ. هغه وخت نوموړی ۱۷ کلن وو. بېکر د ويملبدن تر ټولو ځوان گټونکی هم دی او دا ريکارد یې تر اوسه لا چا نه دی مات کړی.

خو له څه مودې راهيسي له قانون څخه یې ځينې سرغړونې د دې سبب شوې چې هغه په خلکو کې ډېر مجبوب پاته نه شي. په هغه کې له يوې ماډلې سره يوه جنسي افتضاح هم شامله ده، په داسې حال کې چې میرمن یې ميندواره وه. پر دې سربيره د مالیې د نه ورکولو قضیې او د ناکامو تجارتونو يوه لړۍ هم په دې کې شامله ده.

که څه هم چې بېکر شپږ وارې گراند سلام مسابقه گټلې او په ميليونو ډالر یې د جایزو په توگه ترلاسه کړي، خو د هغه د ژوند طرز چې څو کوژدې هم پکښې شاملې دي، او همدا راز ميرمنې ته د طلاق ور کړه هغه څه دي چې هغه يې له خپلې ټولې شتمنۍ خلاص کړ.

تېر کال دا هم ويل شوي ول چې د بېکر او د هغه دويمه ميرمن، هالندۍ مادله شارلي کيرسنبيرگ چې په «ليلي» مشهوره ده، هم ښايي سره جلا شي.

bs/nz (AFP, dpa)