1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د تاجيکستان په يوه زندان کي ۳۲ کسان وژل سوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

د تاجيکستان په يوه زندان کي د بنديانو د بلوا په ترڅ کي ۳۲ کسان وژل سوي دي. پاڅون د يکشنبې په ماښام د داعش ترهګرې ډلې محکوم سوو غړيو کړی وو.

https://p.dw.com/p/3IlHC
Attacken in Tadschikistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Leonard

د تاجيکستان د عدليې وزارت د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲۰) ويلي دي چي په دغه پيښه کي د زندان اووه کارکوونکي په چړو وهل سوي دي او پر دې سربيره پاڅون کوونکو پنځه بنديان وژلي او ډير نور یې ټپيان کړي دي.

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي د بنديانو په دغه بلوا کي د زندان روغتياي څانگي ته هم اور اچول سوی دی.

د تاجيکستان د چارواکو د معلوماتو له مخي پر زندان باندي د امنيتي کسانو د يرغل پرمهال د داعش ۲۴ محکوم سوي غړي وژل سوي او ۳۵ نيول سوي دي.

دغه زندان د تاجيکستان مرکز دوشنبې ته نژدې پروت دی. د چارواکو د معلوماتو له مخي «وضعيت د دوشنبې په ورځ بيرته په کنترول کي دی» او حالات عادي سوي دي. هغوی ويلي دي چي د داعش غړيو غوښتل له زندانه وتښتي.

nz/ms (dpa)