1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ له خوا د «میليونو» مهاجرو د اخراج اعلان

۱۳۹۸ خرداد ۲۹, چهارشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس دونالد ترمپ د مهاجرو پر وړاندې په خپل سخت سیاست ټينګار وکړ.ترمپ وويل دغه په «ميليونو» مهاجر چې په کومه چټکتيا راغلي، په هماغه ډول به ډېر ژر بيرته واستول شي.

https://p.dw.com/p/3Kgv7
USA Weißes Haus Washington | Donald Trump, Präsident mit angeblichem Mexiko-Abkommen
انځور: Getty Images/AFP/J. Watson

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس دونالد ترمپ، پر خپل تويټر د هغو « ميليونو» مهاجرو د بیرته لیږدولو خبره کړي، چې په دغه هيواد کې د اوسيدو له پاره ويزه نه لري.

ترمپ ليکلي چې د امريکا پوليس او د مهاجرت اړونده ادارې او ګمرکونه به راتلونکې اوونۍ د هغوي اخراجول پیل کړي.

ترمپ زياته کړې: « هغوي به په هماغه چټکۍ سره بيرته وليږدول شي، په کومې سره چې هغوی امريکا ته داخل شوي وو.»

په عين وخت کې ترمپ له مکسیکو څخه ستاينه کړې او ويلې دي چې دغه سویلي ګاونډې «خپل کار په ډيره ښه توګه» تر سره کوي او هغه انسانان چې امريکا ته پر لاره وي، دروي يې. 

د اټکلونو له مخې په امريکا متحدو ایالاتو کې ۱۱ میلیونه کسان پرته د اقامت له اسنادو څخه ژوند کوي. له دوی څخه ډېری یې د لاتين امريکا د هېوادونو څخه دي چې د دونالد ترمپ د رياست جمهورۍ له پېل راهيسې ورسره  د ادارو له خوا سخت چلند کيږي.

جمهوری غوښتونکي مدام پر مکسیکو فشار راوي چې د ګاونډيو هيوادونو مهاجرين مخکې له دې چې د امريکا سرحدونو ته ورسیږي دوې دې یې مخه ونيسي.

د هندوراس، ګواتيمالا او السلوادور په څېر هيوادونو په زرونو انسانان د فقر او تاوتريخوالي د ډيريدلو له کبله تيښته کوي او امريکا ته د رسیدلو هدف لري. ترمپ مکسيکو ته د ګمرکي مجازاتو ګواښ کړې تر څو دغه هيواد د مهاجرینو پر وړاندې سخت اقدامات وکړي.

پر ديموکراتانو لفظي برید

ترمپ په يوه تويتري پيغام کې ادعا کړې چې ګواتيمالا د يوې توافقنامې د لاس ليک کولو له پاره چمتووالې نيسي. په دغه توافقنامه کې به د امنيت له پلوه ګواتيمالا د درېيم امن هېواد په توگه درجه بندي شي.

ترمپ زياته کړې چې د مهاجرت د ستونزو اوارولو له پاره چې هيڅ نه کوي هغه په کانګرس کې د ديموکراتانو اپوزيسون دي. « هغوي بايد په دې برخه کي توافق وکړي څو قانوني تشې ډکې شي او قانوني پناه اخيستل له قاعدې سره سم شي. که چيرې دا کار ترسره شي نو سرحدي بحران به پاي ته ورسيږي.»