1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې او ايران په سرحد کي کشف سوي جسدونه د چا دي؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۳, جمعه

د ترکيې رسنيو خبر ورکړی دی چي له ايران سره د دغه هیواد په سرحد کي جسدونه کشف سوي دي چي د ډيرو هويت معلوم نه دی. خو د محلي کارکوونکو او د مهاجرو د چارو کارپوهان وايي چي دغه جسدونه د افغان او ايران غيري قانوني مهاجرو دي.

https://p.dw.com/p/3HrTg
Bildergalerie Flüchtlinge aus Afghanistan in der Türkei
انځور: Reuters/U. Bektas

د ترکيې خبري آژانس آناتولي د سه شنبې په ورځ له ايران سره د ترکيې په سرحد کي د دغو جسدونو د کشف خبر ور کړی وو. ويل سوي دي چي د باش قلعه ولايت پوليسو د دوو غير قانوني مهاجرو جسدونه عدلي طب ته سپارلي دي.

دغه خبري آژانس تر دې مخکي هم د ترکيې او ايران ترمنځ په سرحدي سیمه «گول لوک» کي د ۶ جسدونو د موندل کيدو خبر ورکړی وو. آناتولي د خپل راپور په پای کي ليکلي دي چي تر دې دمخه هم په دغه سیمه کي ۹ جسدونه کشف سوي ول.

ترکي رسنيو د دغو کسانو د هويت په اړه څه ليکلي نه دي، خو ليکلي يې دي چي دغه جسدونه په اپريل مياشت کي کشف سوي ول.

په ترکيه کي د افغان مهاجرو د حقونو مدافع او «له افغان مهاجرو سره د همدردۍ او پيوستون بنسټ» غړي ذاکره حکمت د دويچه ويله فارسي څانگي ته ويلي دي چي دغه جسدونه د افغان او ايراني مهاجرو دي چي په غيرقانوني توگه يې ترکيې ته مهاجرت کړی دی.

مېرمن حکمت زياته کړه: «د جسدونو د کشف پيښي تر دې مخکي هم وې او موږ هر کال له دغه شان پيښو سره مخامخ کيږو. هغه مهاجر چي غواړي په غير قانوني توگه ترکيې ته داخل سي، مجبوره دي چي له غرنيو لارو ترکيې ته ننوځي. کله چي مهاجر په غرونو کي روان وي له ستونزو سره مخ کيږي او ځيني يې تر څو مترو واورو لاندي کيږي، يا يې يخ ووهي او مري. کله چي واري ويلي سي او جسدونه بوی وکړي سيمه ايز خلک جسدونه موندي او سرحدي پوليسو ته خبر ورکوي.»

د ذاکرې حکمت په خبره سږکال تر نورو کلونو ډير جسدونه موندل سوي دي.

هغې د کشف سوو اجسادو د هويت په اړه وويل: «له بده مرغه کشف سوي جسدونه بې هويته دي. دغه کسان تذکره يا کارت نه لري. خو موږ پوهيږو چي په دوی کي ايرانيان هم سته او ډير يې افغانان دي، ځکه چي افغانان له غير قانوني لارو ترکيې ته راځي او ايرانيان کولای سي بې ويزې او په قانوني توگه ترکيې ته راسي.»

مېرمن حکمت د دويچه ويله فارسي څانگي ته ويلي دي چي له افغانستانه داسي کورنيو له دوی سره اړيکي نيولي دي چي د جسدونو په ور سپارلو کي ورسره مرسته وکړي. د مړه سوو کسانو د کورنيو غړو دوی ته ويلي دي چي د جسدونو د انتقال مصارف پخپله پر غاړه اخلي.

دويچه ويله فارسي

زموږ له ارشيف څخه: