1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

د ترکيې دفاع وزیر خپل سويډني سیال سره کتنه لغوه کړه، خو ولې؟

۱۴۰۱ بهمن ۱, شنبه

د ترکيې دفاع وزير له خپل سويډني سيال سره پلان شوې کتنه وروسته له هغې لغوه کړه چې سويډني چارواکو په ستاکهولم کې د ترکيې ضد یوې مظاهرې ته اجازه ورکړه. سويډن په همدې ورځ د قرانکریم سوځولو یو اعتراض ته هم اجازه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/4MX9H
Kombobild:  Hulusi Akar und  Pal Jonson
د سويډن دفاع وزیر پال جانسون (ښي لور) او د ترکېې دفاع وزير خلوصي آکارانځور: Arif Akdogan/AA/Henrik Montgomery/TT/picture-alliance

دغه مظاهره د شنبې ورځې (د جنوري ۲۱مې) له پاره په ستاکهلم کې د ترکيې سفارت ته نژدې پلان شوې وه. سويډن په ناټو سازمان کې د غړيتوب ترلاسه کولو ته عريضه کړې چې له پاره يې د ترکيې تصویب ته اړتیا لري او ترکيه تر اوسه دغه کار ته حاضره شوې نه ده.

د مظاهرې تنظیمونکي وايي تمه وه چې شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې کسان په مظاهره کې ګډون وکړي چې هغوی به د ناټو سازمان ته د سويډن د وړانديز پر ضد اعتراض او ترڅنګ د کردانو له مظاهرو سره خپل ملاتړ وښيي. تنظیمونکي وايي چې دوی د دغې مظاهرې له پاره د ستهاکلم د پولیسو اجازه ترلاسه کړې ده.

ترکیه اوس هم له ناټو سره د سویډن د یوځای کیدو مخالفت کوي

په یو بل جلا اقدام کې د مهاجرو ضد یو ښي اړخي سیاستوال، راسموس پالودان، پلان درلود چې د ترکيې سفارت ته نژدې د مسلمانانو د مقدس کتاب قرانکریم یوې نسخې ته اور واچوي. رويټرز له ستاکهلمه لیکي چې د ترکيې یوې طرفدارې ډلې هم د سفارت مخې ته د مظاهرې کولو اجازه ترلاسه کړې ده.

د ترکيې خارجه وزارت د جمعې په ورځ، د سويډني چارواکو له خوا دغه اعتراض ته د اجازې ورکولو په غبرګون کې د سويډن سفير احضار کړ. د مهالویش له مخې دغه اعتراض د شنبې په ورځ د سويډن پلازمینه ستاکهلم کې د ترکيې سفارت مخې ته پلان شوی چې په کې د مسلمانانو مقدس کتاب قران کریم ته اور اچول کیده.

سوېډن غواړي د کردانو په تړاو سياست کي ترکيې ته نژدې شي

د ترکيې دفاع وزير د شنبې په ورځ وويل چې د سويډن دفاع وزیر سره پلان شوې کتنه يې وروسته له هغې لغوه کړه چې سويډني چارواکو په ستاکهلم کې د ترکيې ضد یوې مظاهرې ته اجازه ورکړه.

خلوصي آکار ويلي دي: «په دې ارتباط د جنوري په ۲۷مه ترکيې ته د سويډن د دفاع وزیر، پال جانسون، سفر بې معنی شوی دی. ځکه خو موږ دغه کتنه لغوه کړه.»

د ترکيې د دفاع وزارت د یوې اعلاميه پر اساس، آکار ويلي دي چې «د دغو (اعتراضونو) جوړول يا په لاره اچول د منلو وړ نه دي. مهمو کارونو ته اړتیا وه چې باید ترسره شوی وی...»

اردوغان بيا په ناټو کې د سويډن او فينلنډ غړيتوب د مخنيوي ګواښ وکړ

د سويډن دفاع وزير، جانسون، پلان درلود چې راتلونکې اوونۍ د خپل ترکي سيال په بلنه انقرې ته ولاړ شي. دغه سفر په داسې وخت کې تنظیم شوی وو چې دغه سکانديناوي هیواد غواړي د ناټو د غړيتوب ترلاسه کولو له پاره د ترکيې رضایت په لاس راوړي.

سويډن او فنلند تېرکال د ناټو سازمان د غړيتوب له پاره عريضې وړاندې کړې چې د غړيتوب ترلاسه کولو له پاره د ناټو د ۳۰ غړو تصویب ته اړتیا لري. ترکيه چې د ناټو غړی دی، وايي په ځانګړې توګه سويډن باید د هغو ډلو پر وړاندې چې انقره يې ترویستان بولي روښانه دريځ غوره کړي، په تېره د کردي یاغیانو پر ضد چې ترکيه يې د ۲۰۱۶م کال ناکامې کودتا عاملان بولي.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (20.02.2018):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب