1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د لیرې د کم ارزښت کیدو ترڅنګ د سوداګریزې جګړې خبره کړې

۱۳۹۷ مرداد ۲۰, شنبه

په داسې حال کې چې په ترکیه کې د لیرې د کمیدونکي ارزښت د حل کوم پای نه ترسترګو کیږي، ښايي دغه څه په ترکیه د نغدي پیسو د بحران او د پور د ډیریدو سبب وګرځي او د اقداماتو پر ځای، ترکيي بیا د سوداګریزې جګړې خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/330Lm
Türkei Recep Tayyip Erdogan
انځور: picture alliance/dpa/AP/B. Ozbilici

ترکیه د پولي واحد لیرې د ارزښت لویدو له شدید کړکیچ سره د مخ کیدو په درشل کې ده. په داسې حال کې چې د دې ستونزې د حل په موخه د ترکیې حکومت ډیر لږ اقدامات تر لاس لاندې لري، ښايي د نړۍ په نوي تاریخ کې یو په پښو دریدونکی اقتصاد له زوال سره مخ شي.

داسې بریښې چې د ترکیې د لیرې د ارزښت لویدو دغه کړکیچ به د نړۍ اتلسم غښتلی اقتصاد د زوال پر لوري سوق کړي او بلاخره ښايي دغه هیواد له ډیوالي کیدو سره مخ شي چې له امله یې ښايي نور مخ پر ودې بازارونه او د اروپا بازار منفي لوري ته سوق کړي.

Türkei, Symbolfoto: Währung Türkische Lira
انځور: Getty Images/C. Mc Grath

د تیرې جمعې په ورځ یعنې د اګست میاشتې په ۱۰ نیټه د ترکیې پولي واحد لیره په بې سارې توګه ۲۲ سلنه راولویده چې بیا لږ وروسته د څه نا څا مثبت حرکت له امله دغه کچه ۱۷ سلنې ته پورته شوه. د جمعې په ورځ د مرکزي اروپا په وخت په ۷ بجو ۶،۴۷ لیرې د یوه ډالر په مقابل کې تبادله کیدلې. دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د ترکیې لیرې کابو ۴۰ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. په عین وخت کې د روان کال په جون میاشت کې له هغې وروسته چې رجب طیب اردوغان د ترکیې حکومتي واګي بیا په لاس کې واخیستل، د ترکیې پولي واحد یا لیرې بیا ۳۰ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د لیرې ارزښت وروسته له هغې نور هم ولوید کله چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له ترکیې څخه متحده ایالاتو ته پر واردیدونکو المونیمو او فولادو د ګمرکي تعرفو د لوړولو اعلان وکړ. که څه هم د دغو ګمرکي تعرفو اغیز کم دی او ښايي د امریکا او ترکیې دوه اړخیزه سوداګري شاوخوا ۱ میلیارد ډالر زیانمه کړي، خو دغه اقدام د ترکیې په لړزیدلي اقتصاد کې پر شته اعتماد منفي اغیز کولی شي.

په دې هکله ترمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د دوی پولي واحد، لیره زموږ د غښتلي ډالر په مقابل کې په چټکۍ سره لویدلی. په اوس وخت کې له ترکیې سره زموږ اړیکې ښې نه دي.»

د امریکا او ترکیې ترمنځ ترینګلې اړیکې

د نیویارک ټایمز په نامه په یوه امریکايي ورځپاڼه کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله په دې هکله لیکل شوي: «د امریکا متحده ایالات په وار وار او په دوامداره توګه په دې کې پاتې راغلي څو د ترکیې د خلکو اندیښنې درک کړي او هغه ته احترام وکړي.» په یاده ورځپاڼه کې د اردوغان له قوله وړاندې لیکل شوي چې که چیرته متحده ایالات د ترکیې ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی و نه کړي او هغه خطر درک نه کړي چې زموږ ملت ورسره مخ کیږي، په دې صورت کې زموږ ملګرتیا له خطر سره مخ ده.

په عین وخت کې په دې وروستیو کې په ترکیه کې د اندریو برونسن په نامه د یوه امریکايي کشیش د نیول کیدو پیښې هم د متحده ایالاتو او ترکیې پر دوه اړخیزو اړيکو منفي اغیز شیندلی دی چې دغه څه د ترینګلتیا د لا ډیردو سبب ګرځیدلي دي.

د ناټو سازمان د دغو دواړو متحدینو ترمنځ اړیکې د امریکا له لوري د سوریايي کردي ځواکونو د ملاتړ، د ترکیې له لوري له روسیې څخه د توغندیو د دفاعي سیستم د رانیولو او په امریکا کې میشت د ترکي الاصله مذهبي مشر فتح الله ګولن د اخراج تر غوښتنې وروسته ډیرې ترینګلي شوي دي. اردوغان په امریکا کې میشت پر دغې ترکۍ مذهبي څیرې په ۲۰۱۶م کال کې د ناکامې کودتا پړه اچوي.

Infografik Wechselkurs türkische Lira zu Euro EN

په داسې وخت کې چې د ترکیې اقتصاد له خراب وضعیت سره لاس او  ګریوان دی او ترکیې هم د سوداګریزې جګړې خبرداری ورکړی، ګڼ شمیر پانګوالو بیا په دې وروستیو میاشتو کې له ترکیې څخه خپلې پانګې او پیسې ایستلې دي. دغه پیښه هم د لیرې د ارزښت د لویدو تر شا اصلي دلیل ګڼل کیږي. په عین وخت کې په  ترکیه کې د پیسو پړسوب یا تورم هم له ۱۵ سلنې اوښتی چې په تیرو ۱۴ کلونو کې بې ساری دی.