1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تری تم سوې الوتکه ټوټې د هند په سمندر کي موندل سوي دي

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۴, دوشنبه

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق خواشینونکی خبر اعلان کړ. د تری تم شوي مالیزیایي الوتکې ټولې ۲۳۹ سپرلۍ د آسترالیا د پرت ښار لویدیځ ته د هند په سمندر کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BV6p
انځور: Reuters

د رپوټونو له مخې د مالیزیایي تری تم شوې الوتکي د نوو څیړنو له مخې د هند په سمندر کې نسکوره شوې ده. د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق په پلازمېنه کوالالمپور کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې وروستی زیگنال د آسترالیا د پرت ښار په لویدیځه برخه کې معلو شوی دی او په دغه ځای کې د الوتکې د ناستې امکانات نه شته.

د آسترالیا د پرت ښار څخه ۲۵۰۰ کیلومتره ليري د الوتکې ممکنه ټوټې په نخښه شوي دي.

نجیب رزاق په خپلو خبرو کې وویل: «په ډیري خواشینۍ سره باید ووایم... MH370 الوتکې خپله الوتنه د هند سمندرگي په سویل کې پای ته رسولې ده.» دغه نوې څېړنه د Inmarsat سټلایټ له لوري شوې ده، چې د بوینگ ۷۷۷ ډولي الوتکې وروستی زیگنال یې کشف کړی وو.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخي د مالیزیایي هوایي شرکت په الوتکه کې د سپرلیو کورنیو ته د تلیفوني پیغام اېس اېم اېس له خوا خبر ورکړی دی چې په دغه پيښه کې هیڅ کوم کس ژوندی نه دی پاتې شوی. د پلتڼو په عملیاتو کې بوختې یوې آسترالیایي الوتکې د دوشنبې په ورځ د الوتکو د نوو ممکنه ټوټو په اړه رپوټ ورکړی وو.

د غه الوتکه د مارچ میاشتې پر اتمه نیټه له کوالالمپور څخه د پيکينگ پر لور روانه وه چې تر یوه ساعت الوتني وروسته له راداره ورکه شوه.

وروسته بیا دغه خبره معلومه شوه چې تر هغه وروسته هم الوتکې څو ساعته الوتنه کړې ده. په وروستیو ورځو کې د آسترالیا د پرت ښار سویل ته د پلټنو هڅې متمرکزي شوي وې. د مالیزیا د حکومت په دغه اعلان کي څرگنده شوې نه ده چي نوموړې الوتکه څرنگه نسکوره شوې ده.