1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې زرونو افغان مهاجرو مسلکي زده کړې تر لاسه کړي

۱۳۹۷ شهریور ۲۳, جمعه

په آلمان کې ډير شمير ځوان پناه غوښتونکي د مسلکي زده کړو په دورو کې شاملیږي. د تيرکال سپتمبر مياشتې په پای کې تر ټولو ډير افغان مهاجر په دغو روزنيزو دورو کې شامل شوي ول.

https://p.dw.com/p/34rIu
Deutschland Flüchtlinge Fortbildung
انځور: picture-alliance/dpa/O. Killig

د آلمان حکومت د معلوماتو له مخې، د هغو ځوان پناه غوښتونکو شمير چې سږکال په يوه روزنيزه دوره کې شامل شوي دي، له ۳۱ زرو څخه لوړ شوی دی. دغه مطلب د آلمان د اقتصاد وزارت، په پارلمان کې د زرغون ګوند د ېوې پوښتنې په ځواب کې ورکړی او آلمانۍ ورځپاڼې «راينشه پست» هغه د خپلې جمعې ورځې په ګڼه کې خپور کړی دی.

د تير ميلادي کال د سپتمبر مياشتې تر ۳۰مې نیټې پورې شا او خوا ۲۷ زره پناه غوښتونکي چې د اتو مهمو مبدا هيوادونو څخه ول او مسلکې زده کړې يې ترلاسه کړې وې، پر کارونو بوخت ول.

يادې ورځپاڼې په دې اړه د حکومتي چارواکو له قوله لیکلي دي: «د سوداګرۍ او صنايعو او لاسي صنايعو پورې اړوندو موسسو تر ټولو ډیر، ځوانو پناه غوښتونکو ته مسلکي روزنې ورکوي.»

چارواکو ويلي دي چې «په حاضر وخت کې له ۱۱ زرو څخه ډير پناه غوښتونکي د لاسي صنايعو په څانګه او له ۲۰ زرو څخه ډير نور مهاجر د صنايعو، سوداګرۍ او خدماتو په برخو کې پر مسلکي زده کړو بوخت دي».

د آلمان د اقتصاد وزارت د دغه هيواد د کار وزارت د ارقامو په اساس ويلي دي چې تيرکال د مسلکي زده کړو د څه باندې ۱،۵ ميليون متقاضايانو له ډلې څخه، شا او خوا ۵ سلنه يې ځوان پناه غوښتونکي ول. دغه وزارت همدا راز ويلي دي چې د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر مياشتې تر پايه پورې نژدې ۱۰ زره افغان، ۸ زره سوريايي او ۳ زره عراقي ځوانانو د مسلکي زده کړو دورې په بريا سره پای ته رسولي دي.

د آلمان د اقتصاد وزارت زیاته کړې ده چې په دې برخه کې د بايرن او بادن وورتمبرګ ايالتونه تر نيوکې لاندې راغلي دي، ځکه هغه پناه غوښتونکي چې په روزنيزو دورو کې شامل ول، د اوږدې اقامې حق يې ورته نه دی ورکړی. د زرغون ګوند سياستوالې، بئاته والتر روزنهایمر، دا یو د «شرم وړ» کار بللی دی. 

si/ af (KNA)

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: