1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنسي تیري کوونکي ملا د قربانیانو د امنیت په اړه اندیښنې

۱۳۹۷ مهر ۴, چهارشنبه

هغه په نامه ملا چې په افغانستان کې یې له ښځو سره خپل د جنسي اړیکو ویډیوګانې ثبت کړي وې اوس په تیښته دی. دیني عالمان یې د سنګسار غوښتنه کوي. خو په عین وخت کې د هغه د قربانیانو د امنیت په اړه اندیښنې موجودي دي.

https://p.dw.com/p/35WvW
Indien Pakistan Symbolbild Vergewaltigung
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharma

ملا رسول چې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په چینار کلي کې یې تاویزونه لیکل، په دې تورن دی چې له ښځو یې ناوړه جنسي استفاده کړې ده چې له ده یې د مرستې غوښتنه کړې وه. ویل کیږي چې رسول چې په ملا لنډي، شهرت لري، له ثبوت شویو ویدیوګانو څخه د ښخو د ګواښلو له پاره استفاده کوله.

د دغو ویدیوګانو ځيني يې په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس شوې. خو لا روښانه نه ده چې دغه ویدیوګانې کله او په کوم ځای کې ثبت شوې دي.

که څه هم په خپرو شویو ویدیوګانو کې د لیدل کیدونکو ښځو هویت نه دی بربنډ شوی خو د هغوی مخونه لیدل کیږي. ځايي چارواکي اوس د دغو ښځو د امنیت په اړه په اندیښنه کې دي. د فاریاب د والی ویاند جاوید بدار د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ وړاند وینه کولای شو چې د غیرت په نوم د وژنو ځینې پیښې به رامنځ ته شي.»

د فاریاب د ښځو چارو ریاست مشري شریفه عظیمي، وایي چې دغه ښځي «غولول» شوي وې او له دیني عالمانو غوښتنه کوي چې خپلو مقتدیانو ته ووایي چې دغه ښځې «بیګناه قربانیاني دي نه بدي ښځې».

عظیمي وویل: «موږ ډیر اندیښمن یوو چې دغه ښځې به ووژل شي».

د ښځو د چارو دغې مسولي وویل چې په وروستیو ورځو کې چنار کلي ته نزدې د یوې ښخې مړی موندل شوی، خو تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې ایا دغه ښځه د ملا لنډي د قربانیانو له ډلې څخه ده او که نه.

د فاریاب د علماو شورا ویلي دي چې رسول باید سنګسار شي. د دې شورا مرستیال نبي غفوري، وویل: «که حکومت دغه کس ونیسي او سزا ورته ورکړي خو ښه، که نه نو خلک په دغه ملا پسې دي او تر مرګه به یې سنګسار کړي.»

د فاریاب والي هر هغه کس ته چې د رسول په اړه داسې معلومات ولري چې په پایله کې یې هغه بندي شي، د خپل شخصي موټر د ورکولو ژمنه کړې ده.