1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جيش محمد ډلې مشر څوک او ولي په تور ليست کې شامل شوی؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

هند له څو کلونو راهيسې هڅه کوله چې مسعود اظهر د ملگرو ملتونو د ترهگرو په نړيوال نوملړ کې شامل شي. د هغه د جيش محمد په نوم ډلې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د فیبرورۍ د خونړيو بريدونو پړه منلې وه.

https://p.dw.com/p/3HnHv
Indien Mumbai Proteste von Muslime gegen radikale Islamisten aus Pakistan
انځور: Getty Images/AFP/I. Mukherjee

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د پاکستان ميشتې وسله والې ډلې جيش محمد مشر مسعود اظهر د نړيوالو ترهگرو په تور ليست کې شامل کړی دی. دې ډلې په روان میلادي کال کې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هغه بريد پړه منلې وه چې ۴۰ عسکر پکښې ووژل شول او هند او پاکستان یې د يوې جگړې تر حده رسولي ول.

د ملگرو ملتونو پر داعش او القاعده شبکې د بندیزونو کميټې د چهار شنبې په ورځ پر مسعود اظهر هم د القاعدې شبکې سره د اړيکو له کبله بندیز اعلان کړ.

د جيش محمد ډلې پر بنسټ ايښوونکي او مشر مسعود اظهر په دې بندیزونو کې د سفر او وسلو د رانيولو بندیز شامل دی. همدا راز به د نوموړي شتمنۍ هم کنگل شي. د جيش محمد ډله لا له ۲۰۰۱م کال راهيسې د ملگرو ملتونو د ترهگرو ډلو په نوملړ کې شامله وه. پاکستان او هند هم پر دې ډله قانوني بندیز لگولی وو.

خو هند تل ادعا کوله چې مسعود اظهر او ډله یې په پاکستان کې په آزاده توگه حرکت کوي او له خپل گاونډي یې غوښتنه کوله چې د خپلې خاورې څخه د دغه وسله والې ډلې عملیات ودروي.

هند د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کې په څو ځلي هڅه کړې وه چې مسعود اظهر د ملگرو ملتونو له خوا د ترهگر په توگه درجه بندي شي خو په ملگرو ملتونو کې د هند دا هڅه هر وارې د چين له خوا د ويټو د حق په کارولو سره له ناکامې سره مخامخ شوې وه. خو دا ځل چين هم د دې کار مخنيوی و نه کړ.

Indien Pulwama - Anschlag auf Bus an der Autobahn Srinagar-Jammu
جيش محمد ډلې د کشمير د بريد پړه منلې وهانځور: Reuters/Y. Khaliq

د کشمير لانجې افراطيت ته وده ورکړې

هند د روان کال په فيبرورۍ مياشت کې د کشمير په پلوامه سيمه کې پر خپلو نيمه پوځي ځواکونو د حملې په غبرگون کې د پاکستان په شمال ختیځ کې هوايي بريدونه وکړل. هند ادعا کوله چې هلته د وسله والو ډلو کمپونه دي. پاکستان بيا وروسته د هند دوې جټ الوتکې وويشتلې او يو پېلوټ یې ونيو.

د پاکستان او هند ترمنځ د غچ اخيستني دغه سيالي چې دواړه گاونډي هېوادونه یې تر دې د مخه په ۱۹۴۷م کال کې د آزادۍ له اخيستو راهيسي درو جگړو ته اړ کړي ول، د نړيوالو په منځگړتوب يو څه آرامه شوه.

د جيش محمد بسنټ ايښوول

مسعود اظهر په ۲۰۰۰م کال کې د جيش محمد ډلې بنسټ تر هغه وروسته کيښود چې د يوې تښتول شوې الوتکې د ۱۵۵يرغمل شويو مسافرو د آزادولو په بدل کې د هند له يوه زندانه آزاد شو. د دې ډلې تر جوړېدو يوازې یو کال وروسته اظهر مسعود د هغه بريد پړه پر غاړه واخيستله چې په نوي ډيلي کې پر پارلمان شوې وه او لس کسان پکښې ووژل شول. هغه وخت هم هند او پاکستان يوې جگړې ته نژدې شوي ول.

د هند پر پارلمان تر بريد وروسته نوموړی په پاکستان کې ونيول شو او په کور کې نظر بند شو. خو بيا وروسته د لاهور يوې محکمې په ۲۰۰۲م کال کې پر هغه د لگول شويو تورونه په اړه د شواهدو د نه شتون له کبله آزاد کړ.

B.S/N.Z(AFP,AP,Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: