1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

که جګړې وشي ایران، امریکا په کومو هیوادونو کې ګواښلی شي؟

۱۳۹۸ خرداد ۱, چهارشنبه

د ایران او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د یوې وسله والې شخړې د رامنځته کیدو د ګواښ له ډیریدو سره اوس د هغو سیمو ارزښت هم ډیر شوی چې د ایران ځواکونه، متحدین او وسله والې ډلې امریکا متحده ایالاتو ته ګواښ رامنځته کولی شي.

https://p.dw.com/p/3IqXx
Iran Test S-200 Rakete
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Kholousi

ایران په عراق، سوریې او افغانستان کې د وسله والو ملاتړ کوي. امریکا متحده ایالات بیا په دغو درو واړو هیوادونو کې سرتیري لري. پر دې سربیره تهران په لبنان او یمن کې هم وسله وال متحدین لري چې دغه دواړه هیوادونه په سیمه کې د واشنګټن تر ټولو نزدې متحدینو اسرائیل او سعودي عربستان ته نزدې پراته دي.

ايران په پارس خليج کي د هرمز تنگي په امتداد کي د سعودي عربستان په مقابل کي دی. د نړۍ يو پر پنځمه برخه اومه نفت هره ورځ له هرمز تنگي څخه تيريږي. امريکا بيا د ايران د حملې له اندېښنې دغي سيمي ته څه موده مخکي ځواکونه ولېږل.

په دې راپور کي پر هغو ټکو خبري سوي چي د يوې جگړې په صورت کي ايران په کومو هيوادونو کي پر امريکايي ځواکونو او متحدینو يې يرغل کولای سي.

خلیج

سپاه پاسداران له ډیر وخت راهیسې ګواښ کړی دی چې د یوې جګړې په صورت کې کولی شي هرمز تنګی بند کړي او په دې ترتیب سره د نړۍ د نفتو د یوې لویې برخې د لیږد مخه ونیسي. ایران د دې تنګي یوه غاړه په خپل کنترول کې لري چې ځواکونو ته یې برلاسي ورکوي.

ایران همداراز کولی شي په خلیج کې په مستقیم ډول پر امریکایي ځواکونو باندې د توغندیو بریدونه وکړي. د امریکا متحده ایالاتو د ګډو هوايي عملیاتو مرکز د قطر په العدید هوایي اډې کې دی. امریکا په بحرین، ابوظبي او کویټ کې هم ځواکونه لري.

د سعودي عربستان او بحرین دولتونه وایي چې ایران په وروستیو کلونو کې پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه پلان کړي ول، خو تهران بیا دغه بریدونه هم ردوي.

توغندي کولی شي چې په خلیج هیوادونو کې اقتصادي بنسټونه په نخښه کړي. په ۲۰۱۲م کال کې د سعودي عربستان د نفتو پر یوه لوی شرکت باندې یو سایبري برید ښيي چې دغه ډول حملي هم د یوې جګړې په صورت کې کيدای شي.

عراق

د ایران په ملاتړ شيعه ډلو له ۲۰۰۳م کال راهیسې په عراق کې ډیر ځواک موندلی دی. دغه ډلي تیرکال د عراق په امنیتي ځواکونو کې شاملې شوې چې ښيي د امریکا پر حضور سربیره هم په عراق کې پلویان او برلاسي دي.

د دغو ډلو په منځ کې تر ټولو پیاوړې یې د عصایب اهل الحق، کتائب حزب الله، حرکت حزب الله النحبا او بدر سازمان دی.

امریکا متحده ایالات ګواښ کوي چې ایران له ۲۰۰۳م کال راهیسې لږ تر لږه د ۶۰۳ امریکایي ځواکونو د وژلو تر شا دی.

اوس هم په عراق کې شاوخوا ۵۲۰۰ سرتیري موجود دي چې په څلورو اصلي اډو کې میشت دي. ملیشې د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو اډو ته نزدې موقعیتونه لري او د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ځواکمن امکانات په لاس کې لري.

یمن

د یمن حوثي یاغیان لا همدا اوس د «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسرائیلو» شعارونه ورکوي. امریکا متحده ایالات د سعودي عربستان په مشرتوب د یوه پوځي ائتلاف ملاتړ کوي چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې پر دې ډلې باندي بریدونه کوي.

ایران له حوثي یاغیانو سره پخوانۍ اړیکې لري خو دواړه اړخونه دا ادعاوې چې تهران دغې یاغي ډلې ته روزنې او وسلې ورکوي، ردوي. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وایي چې د حوثي یاغیانو له خوا پر سعودي عربستان باندې توغول شوي توغندي هغه خصوصیات لري لکه په ایران کې جوړ شوي توغندي. حوثیان د جګړې له پیل راهیسې پر سعودي باندې د غوغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي.

ملګري ملتونه وایي چې حوثي یاغیان اوس داسې بې پیلوټه الوتکې لري چې تر پخوا پر لیري او دقیق هدفونو باندې بمونه غورځوي. له بلې خوا حوثي یاغیان په سره سمندر کې هم د کښتیو تګ راتګ ته ګواښ رامنځ ته کولی شي.

سوریه

ایران له تیرو اتو کلونو راهیسې د ولسمشر بشارلاسد ملاتړ کړی او په دې موده کې توانیدلی دی چې په سوریه کې د ملیشو یوه شبکه رامنځته کړي. په دغو ملیشو کې د لبنان حزب الله، د عراق النجبا ډله او د فاطمیون ډله شامله ده.

دغو ډلو د سوریې او عراق پولې او د امریکا متحده ایالاتو اډو ته نزدې جګړې کړې دي. پر دې سربیره دغه وسله وال د ګولن هسکو ته نزدې هم جنګیدلي دي.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په فيبروري میاشت کې ویلي دي چې امریکا متحده ایالات به په سوریې کې د خپلو میشتو ۲۰۰۰ ځواکونو له ډلې څخه یوازې ۴۰۰ يې هلته پريږدي. دغه ځواکونه د کردانو په کنترول کې په شمال ختیځو سیمو او د عراق پولې ته نزدې کې میشت دي.

لبنان

امریکا متحده ایالات پر حزب الله ډلې باندې په لبنان کې د خپلو ځواکونو پر ضد د تر ټولو وژونکي برید پړه اچوي. د ۱۹۸۳م کال په دې برید کې ۲۴۱ امریکایي ځواکونه ووژل شول. پر دې سربیره پر حزب الله باندې د امریکایانو د برمته کولو تور هم دی.

دغه ډله چې د ایران له خوا په دې هدف رامنځ ته شوې وه چې د اسرائیلو له خوا د لبنان د سیمو د نیولو مخه ونیسي، اوس په دې هیواد کې ډیره پیاوړې ده.

اسرائیل چې د امریکا متحده ایالاتو متحد دی، د حزب الله ډله د خپلو پولو پر وړاندې لوی ګواښ ګڼي. حزب الله اوس وایي چې د «دقیق هدف ویشتونکو توغندیو» لویه ذخیره لري چې کولی شي د اسرائیلو بیلابیلې برخې په نخښه کړي.

حزب الله ګواښ کړی دی چې که اسرائیل د ایران او امریکا تر منځ په یوه احتمالي جګړه کې ښکیل شي نو دغه ډله به هم پر اسرائیلو باندې بریدونه وکړي.

افغانستان

لویدیځ چارواکي او کارپوهان په دې باور دي چې تهران له طالبانو سره لوجیستیکي او د وسلو مرستې کوي. که د امریکا او ایران شخړه پیل شي نو دغه مرستې هم ډیریدای شي.

طالبان اوس د خپل رژیم تر ړنګیدو وروسته تر بل هر وخت پر ډیرو سیمو کنترول یا نفوذ لري. دغې ډلې په وروستیو وختونو کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د امریکا د سولې انستیتیوت د تيرکال د مارچ میاشتې په یوه رپوټ کې راغلي دي چې تر۵۰ زرو ډیرو افغانانو د ایران په ملاتړ د فاطمیون جنګیالیو په چوکاټ کې په سوریې کې جګړه کړې ده.

له بلې خوا بیا همدا اوس هم په افغانستان کې نزدې ۱۴ زره امریکایي ځواکونه میشت دي. یوه ایراني چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې له خپل حضور څخه په ګټه اخیستلو سره ایران ګواښلی دی.

(ms/nz (reuters