د حج د مراسمو په هکله په زړه پورې معلومات!
د حج مذهبي مراسم نن پیل شول او ټاکل شوې چې د سږ کال د حج په مراسمو کې به له ټولې نړۍ څخه شاوخوا دوه میلیونه کسان برخه ولري. حج د ټولې نړۍ په کچه د مذهبي را ټولیدو تر ټولو ستر مراسم دي.
د سعودي عربستان د رسمي شمیرو له مخې روان کال به له ټولې نړۍ څخه شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي. دغه شمیر په ۲۰۱۶م کال کې ۱،۸۶ میلیونه او په ۱۹۴۱م کال کې یوازې ۲۴ زره کسان وو.
په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو له پاره شاوخوا ۱۸ زره ملکي او دفاعي کسان په دندو ګمارل شوي. له دې ډلې څخه لسګونه زره کسان بیا د حج د خوندیتوب له پاره ګمارل شوي دي. سربیره پر دې د حج د لارو په اوږدو کې زرګونه امنیتي کمرې هم نصب شوي دي.
د سږ کال د حج مراسمو له پاره ۲۵ روغتونونه او ۱۸۰ امبولانسونه چمتو شوي دي. سربیره پر دې شاوخوا ۳۰ زره روغتیايي کارکوونکي حاجیانو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو له پاره چمتو دي.
د حاجیانو د سهولت له پاره د سږ کال د حج د مراسمو په ترڅ کې لسګونه زره ایرکنډیشن لرونکې خیمې هم چمتو او فعالې شوي دي.
سږ کال شاوخوا ۱۴ زره نړیوالو او ځايي آلوتنو حاجیان انتقال کړي دي. سربیره پر دې د حاجیانو د انتقال له پاره ۲۱ زره بس موټرونه هم ګمارل شوي دي.
د سعودي د رسمي شمیرو له مخې د روان کال د حج په مراسمو کې له ژباړې سره شاوخوا ۸ میلیونه د قرآن شریف نسخې ویشل کیږي. د دې ترڅنګ به ګڼ شمیر نور مذهبي او دیني کتابونه هم وویشل شي.
سعودي عربستان تمه لري چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې دغه هیواد د شاوخوا ۳۰ میلیونه حاجیانو د هرکلي ظرفیت پیدا کړي.
د رسمي شمیرو له مخې یوازې د تیرو ۲۵ کلونو په ترڅ کې شاوخوا ۵۴ میلیونو مسلمانانو سعودي عربستان ته په تګ سره د حج مراسم په ځای کړي دي.
د سږ کال د حج په مراسمو کې د ښو مخابراتي او انترنتي خدماتو له پاره د مخابراتي شبکو شاوخوا ۱۶ زره آنتنونه او ۳۰۰۰ وای فای يا بې مزي انترنت آلې نصب شوې دي.