1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د امنيت شورا په غزه کې د خلکو وضعيت د اندېښنې وړ بللی دی

۱۴۰۲ آبان ۹, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې د غزې وضعیت خطرناک بللی او له ولسي وګړو سره یې د جدي مرستې غوښتنه کړې ده. اسرائيل په دې منځ کې د حزب الله پر مرکزونه باندې د بريد خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4YDzT
Gazastreifen, Rafah | Nach einem israelischen Luftangriff
د روغتون مشر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي  چې اسرائیلي پوځ ورته د ودانۍ د تخلیه کیدو  امر کړی دی. انځور: Abed Rahim Khatib/dpa/picture alliance/dpa

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې مرستندویه ادارې  (آنروا) مشر فیلیپ لازاریني د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د پراخولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی. هغه د دوشنبې په ماښام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ ناسته کې  ټینګار وکړ چې: «د ګوتو په شمیر څو موټره مرسته له دوه میلیونو ډیرو اړمنو انسانانو ته بسنه نه کوي.»

لازاريني وويل: «د غزې د تړانګې خلک احساس کوي چې له دوی سره د ملکيانو په څېر چلند نه کېږي. ډیری یې داسې احساس کوي، په داسې يوه جګړه کې ښکیل دي چې دوی نه غواړي په کې ښکیل اوسي. هغوی احساس کوي چې نړۍ دغه خلک له حماس سره یو ډول ګڼي.»

هغه دا تګلاره» خطرناکه« وبلله او زیاته یې کړه: «دا کسان ښوونکي، ډاکټران، ټولنیز مرسته کوونکي، انجینران، مرستندویه کارکونکي او همدارنګه مېندې او پلرونه دي. که هغوی په غزه کې نه وای کیدای شوای ستاسې ګاونډیان یا ملګري وای.»

د فلسطین سرې میاشتې د قدس روغتون ته څېرمه د برید په اړه خبر ورکړی

د فلسطین سرې میاشتې د غزې په شمال کې قدس روغتون ته نږدې د سختو بریدونو خبر ورکړی، هغه سیمه چې شاوخوا ۱۴ زره ملکي وګړو په کې  پناه اخیستې ده.

دغې مرستندویه ادارې پر ایکس (پخواني ټویټر) ټولنیزې شبکې لیکلي چې د غزې په تړانګه کې د تل الهوا په سیمه کې د قدس روغتون شاوخوا توپچي او هوايي بریدونه دوام لري. دغې ادارې همدا راز لیکلي دي: «هغه ملکي وګړو چې په دغه روغتون کې یې پناه اخیستې له ویرې او وحشت سره مخامخ شوي دي.»

د روغتون مشر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي  چې اسرائیلي پوځ ورته د ودانۍ د تخلیه کیدو  امر کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم غیبريوسس دغه خبرداری »خورا د اندیښنې« وړ بللی او ویلي دي چې د دې روغتون تخليه کول به د مريضانو ژوند په خطر کې اچولو پرته امکان ونه لري.

اسرائيل  په وار وار د حماس وسله وال تورن کړي چې روغتونونه د پوځي تجهیزاتو او پټنځایونو په توګه کاروي.

اسرائیل یو ځل بیا په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو بمبار کړی

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په لبنان کې یې یو ځل بیا د حزب الله پر مرکزونو بریدونه کړي دي. د دغه خبر له مخې د اسرائيلو جنګي الوتکو د لبنان په سویل کې  د حزب الله د تاسيساتو يوه برخه په نښه کړې او د حزب الله د وسلو او تاسيساتو زيرمې يې ويجاړې کړي دي.

له هغه وخته چې حماس ترهګرې ډلې د اکتوبر په اوومه په اسرایلو برید وکړ، نږدې هره ورځ د اسرائیل او لبنان په پوله کې پوځي نښتې کیږي. داسې اندېښنې شته چې حزب الله ښايي له لبنان څخه د حماس  د ملاتړ لپاره نوې جبهه پرانیزي.