1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حمص ښار له بشري فاجعې سره مخامخ دئ

۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه

د سوريې د حمص ښار اوسېدونکي د ژوندي پاته کيدو هڅي کوي. نوموړی ښار چي ورته د سوريې د بغاوت مرکز ويل کيږي له اوو ورځو راهيسي محاصره دئ او د ريژيم د ځواکونو له خوا ورباندي هوانونه او بمونه توغول کيږي.

https://p.dw.com/p/141rW
انځور: AP

د سوريې د حمص ښار اوسېدونکي کلابند دي او د تيښتي لاره نه لري. دغه ښار ته د تګ راتګ ټولي لويې لاري تړل سوي دي. خوراکي توکي کم، او ډاکټران د نه شته سره برابر دي. د بشر د حقونو ټولني د حمص په هکله د يوې «بشري فاجعه» کلمه کاروي. له تيرو اوو ورځو راهيسي د حمص ښار د حکومتي ځواکونو تر بريدونو لاندي دئ. د بخښني نړیواله ټولنه (Amnesty International) وايي چي د حمص ښار د بشري فاجعې په يوه نړیوال نندارتون بدل سوی دئ.

د بشري حقونو د ټولنو په وينا يوازي د پنجشنبې په ورځ په ټول هيواد کي تر ۱۲۶ څخه زيات انسانان وژل سوي دي چي پکښي ۱۰۷ د حمص ښار سره تړاو لري. نورو منابعو هم په سوريې کي د ګڼ شمير وژنو خبرونه ورکړي دي.

د حمص ښار يوه اوسېدونکي عمر شکر، د فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي پر حمص د بارودو باران دوام لري. دغه کس زياته کړې ده چي هغه کورونه چي ورباندي راکټونه لګېدلي دي لا پکښي د وژل سوو ولسي کسانو مړي پراته دي چي ځیني ئې په پشپړه توگه سوځيدلي دي. زياته سوي ده چي د حمص ښار کوڅې اوس خالي دي او په کي هيڅ انسانان نه تر سترګو کيږي. فعالين وايي چي ډيري سپکي او کمزوره وسلې لري چي په مرسته ئې د حکومتي ځواکونو د پراخو بريدونو ځواب نسي ويلاي.

د حمص ښار اوسيدونکي وايي چي په دوامدار ډول د وژل کيدو په وېره کي ژوند کوي. له تيرو لسو ورځو راهيسي د حمص ښار ته خوراکي توکي نه رسیږي چي له کبله ئې اوس په نوموړي ښار کي خوراکي توکي هم کم سوي دي. په ښار کي ډاکټران او طبي کارکووکي ډیر کم دي. د فعالينو په وينا په ټول حمص کي یوازي درې ډاکټران موجود دي چي يو ئې اوس د حکومتي ځواکونو په بمباریو کي ژوبل سوی دئ. حمص ښار ته د تلو راتلو پر ټولو لارو د حکومتي ځواکونو پوستي جوړي سوي دي. په داسي حال کي چي د تودوخي درجه تر صفر سانټي ګراډ څخه ټيټه ده د بخاريو د ګرمولو له پاره تيل او سوځېدونکي توکي هم کم سوي دي.

د بي پولو ډاکټرانو ټولني ويلي دي چي د سوريې په روغتونونو کي د هغو کسانو سمه درملنه نه کيږي چي ژوبل سوي وي. دغې ټولنې د ژوبل سوو کسانو حالت «فاجعه» بللي ده. زياته سوي ده چي هغه کسان چي په ګوليو ژوبل سوي وي د نیول کیدو له کواښ سره مخامخ کیږي. د نوموړي ټولني رئيسي ماري الي، ويلي دي: «په داسي حال کي چي خلک د روغتونونو څخه ويريږي نو بعضو طبي مسلکي کسانو د ژوبل سوو کسانو د درملنې له پاره پټ روغتونونه جوړ کړي دي.»

د درملنې دغه پټ ځايونه له هر اړخه ستونزمن بلل سوي دی ځکه چي پکښي د ډکټرانو تر څنګ د درملو او نورو اړينو توکو سخت کمښت موجود دئ.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي راديکا کومار سوامي، پر سوريې ږغ کړی دئ چي په ژر تر ژره تاوتریخوالي ته د پای تکی کیږدي. نوموړي د سوريې څخه غوښتي دي چي پر ماشومانو وسله وال بريدونه ودروي.

د سوريې حکومت پر حمص خپل پوځي عمليات منلي دي خو ويلي ئې دي چي موخه ئې د ترهګرو مخه نيول دي.

اوس اروپايي ټولنې پر سوريې د نوو بنديزونو غوښتنه کړې ده. د اروپايي ټولنې بعضو غړو هيوادونو د مراکش په مرسته د امنيت په شورا کي د سوريې پر ضد د اعلاميې متن وړاندي کړی ؤ چي د چين او روسيې لخوا ويټو سو.

احمدولي اڅکزی (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: مسعود جهش