1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د خوست زیږنتون؛ د ماشومانو فابریکه

۱۳۹۷ شهریور ۲۹, پنجشنبه

په خوست کې د بې سرحده ډاکټرانو په زیږنتون کې تیر کال ۲۳ زره ماشومان نړۍ ته راغلل. که څه هم ډیرې میرمنې روغتون ته ناوخته رسیږي، خو بیا هم له هغوی او ماشوم سره په دې ځای کې ډیره مرسته کیږي.

https://p.dw.com/p/35Db1
Pakistan Mutter mit Baby
انځور: picture-alliance/AA/M. Aktas

یوه ۲۵ کلنه مېندواره میرمن د سهار په ۰۹:۳۰ بجو روغتون ته راوستل شوه او په ۰۹:۳۵ بجو یې ماشوم وزیږید. په سیمه کې د طالبانو فعالیت د دې لامل شو چې دغه میرمنه د شپې له خوا د درد پر لرلو سربیره هم کور کې پاتې شي او سهار د ورځې په رڼا کې د روغتون پر لور خپل درې ساعته سفر پیل کړي. هغه د ماشوم تر زیږیدو وروسته یوازې درې ساعته په روغتون کې پاتې شوه او ژر یې کور ته د تلو پریکړه وکړه ځکه غوښتل یي د ورځې په رڼا کې سفر وکړي چې د طالبانو له ګواښ څخه خپل ځان او نوی زیږدلی ماشوم بچ کړي.

د افغانستان په خوست ولایت کې د بې سرحده ډاکترانو په زیږنتون کې هره ورځ له ۶۰ ډیر ماشومان نړۍ ته راځي. د ولادت کچه بیا په ځانګړې توګه د سهار په لومړیو ساعتونو کې لوړه وي. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان دغه روغتون ته د «ماشومانو د فابریکې» نوم ورکړی دی.

د خوست زیږنتون د ۲۰۱۲ کال په پای کې پرانیستل شو. په دې روغتون کې په ۲۰۱۳ کال کې نزدې ۱۲۰۰۰ ماشومان وزیږیدل. په ۲۰۱۷ کال کې بیا په دې روغتون کې ۲۳۰۰۰ ماشومان زیږدلي وو. فلسطینۍ ډاکټره ډاکټر راشا خاوري، وايي چې تمه لري سږ کال په دې روغتون کې ۲۴۰۰۰ ماشون وزیږیږي.

Logo Medecins Sans Frontieres Ärzte ohne Grenzen MSF
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د خوست د زیږنتون چارې پر مخ وړيانځور: picture alliance /Ton Koene

روغتون ته په وروستۍ شیبې کې رسیدل

ډیر شمیر مېندواره میرمنې ډیر ناوخته روغتون ته رسیږي. ډیر وخت خو هغوی دومره وخت هم نه لري چې د بې سرحده ډاکترانو له خوا هغوی ته ورکړل شوې جامې پر تن کړي. د قابله ګانو له ډلې څخه ۲۴ کلنه صفیه خان، په خندا وايي: «دلته موږ پرته له مصرفه د خلکو ژوند ژغورو.»

یوه ښځه چې غبرګولي یې زیږولي، صفیه خان ته پیسې ورکوي، خو هغه یې په ډیر احترام ردوي او وایي چې په دې روغتون کې له میرمنو څخه د پیسو پر اخیستلو بندیز دی. د افغانستان په نورو روغتونونو کې ښځې ډیر وخت د روغتونو قابله ګانو ته پیسې ورکوي.

د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک په حواله په افغانستان کې د ۱۰۰ زرو مېندوارو میرمنو له ډلې څخه ۳۹۶ یې د ماشوم د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. خو کارپوهان د دې شمیرې په اړه شک لري. د هغو له پاره په ځانګړې توګه له ۲۰۰۲ کال راهیسې د مېندواره میرمنو په مړینې کې ډیر زیات کموالي راتلل د منلو وړ نه دی. په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو مېندوارو میرمنو له ډلې څخه ۱۶۰۰ یې خپل ژوند له لاسه ورکاوه.

په ۲۰۱۷ کال کې په طبی مجلې لنست، کې په یوه خپور شوي مطلب کې راغلي دي چې د مېندوارو میرمنو د مړینې په تړاو د افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو د مرستندویه سازمان USAID له خوا خپرې شوې شمیرې د اعتبار وړ دي چې وايي اوس هم په دې هیواد کې د هرو ۱۰۰ زرو میندوارو میرمنو له ډلې څخه ۱۲۹۱ یې مري.

که دغه شمیرې سمې وي نو افغانستان د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو ۱۷ کاله وروسته هم د میندوارو میرمنو له پاره یو خطرناکه هیواد دی.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان چارواکي وايي په دې خاطر چې په خوست کې د مېندواره میرمنو د مړینې کچه راولویږي نو اوسني روغتون ته ورته درې زیږنتونه فعالیت کوي.

پر ناامنیو او فقر سربیره په خوست کې د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون چارواکي له یوې بلې ستونزې سره هم لاس او ګریوان دي او هغه دا چې د دې روغتون څه نا څه ټول کارکوونکي باید ښځې وي، که نه نو ځايي اوسیدونکې به خپلې میرمنې د ولادت له پاره ور نه ولي.

بله ستونزه دا ده چې میرمنې باید تر هغه وخته پورې په کور کې انتظار وباسي چې یو نارینه راشي او هغوی روغتون ته بوځي. خو پر دې هر څه سربیره د بې سرحده ډاکټرانو د دې روغتون چارواکي وايي چې په خپل کار کې بریالي دي او هغه کسان چې روغتون ته رسیږي، ډیرې مرستې ترلاسه کوي.