1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

د درې واري اسلامي طلاق پر موضوع هنري فلم مثبت غبرګون پارولی

۱۳۹۸ خرداد ۸, چهارشنبه

محمېت اکيف بيوکاتالای يو ترکي الاصله ځوان فلم جوړونکی دی چي خپل لومړی فلم يې نندارې ته وړاندي کړ. د اسلامي طلاق پر موضوع دغه فلم ډېر ستايل سوی دی.

https://p.dw.com/p/3JPoM
Berlinale 2019 Filmstill Oray
انځور: Christian Kochmann / filmfaust

د دغه فلم مرکزي کردار د اورې په نوم يو داسي مسلمان ځوان دی چي له مقدونيې سره تړاو لري خو د آلمان په هاګن ښار کي د خپلې مېرمني بورچو سره ژوند کوي. اورې چي ژر عصباني کېدونکی يو ځوان دی، يوه ورځ د مېرمني سره د جنجال په ترڅ کي او د غوسې په حالت کي خپلې مېرمني ته درې واري «طلاق» ووايي.

د اورې د ديني اسلامي عقيدې له مخي د دغه درې تکراري لغت تلفظ کول ورته دا پايله لري چي د درو مياشتو له پاره له خپلې مېرمني څخه جلا سي او حتی د هميشه لپاره د طلاق په ترڅ کي ليري سي.

د يادې پيښي وروسته اورې له هاګن ښار څخه و کولون ښار ته د خپل يو ملګري کره ولاړ سي او هلته په يو مسجد کي خدمت پېل کړي. په دغه مسجد کي هغه د ايبو په نوم يو روما (اروپايي جټ) وپېژني چي د ده په شان د مقدونيې له يوې کورنۍ سره تړاو لري. دغه هلک د بنګو په نشه اخته وي او د مسجد ټولنه اورې ته دنده وسپاري چي د دغه هلک لارښود سي او د هغه سره مرسته وکړي چي د بنګو له نشې لاس واخلي.

خو د خپلې مېرمني څخه ليري والی د اورې له پاره ډېر سخت کار وي ولي چي هغه په زړه کي لا تر اوسه د خپلې مېرمني سره زياته مينه لري. له بل اړخه اوري غواړي چي د خپلې عقيدې سره سم اسلامي احکام پرځای کړي او له خپلي مېرمني څخه ليري پاته سي.

اورې په لږ وخت کي له خپلو ملګرو څخه د دوه مخيتوب ژوند کول زده کړي. د بېلګي په توګه دوی ټول هڅه کوي چي پر خپل ځان خپل عقيدوي اسلامي اصول پلي کړي او يو بل ته د دغه بلنه کوي، ليکن له بل اړخه شراب څښي. کله چي د بنګو په نشه اخته هلک ايبو د بنګو په پلورلو هم پسي پېل وکړي نو د مسجد امام چي بلال نوميږي هغه له مسجد څخه وباسي او د هلک په اصلاح مامور اورې سره يې هم توند بحث رامنځ ته سي. د دې تر څنګ د درو مياشتو له پوره کېدو څخه تر مخه اورې د خپلي مېرمني سره وويني او دوی دواړه پر دې متفق وي چي لا تر اوسه يو پر بل ګران دي. خو اورې بايد له يو اړخه خپلې عقيدې ته وفاداره پاته سي او له بل اړخه يې مېرمنه ورڅخه غوښتنه کوي چي خپل د زړه خبره واوري.

په فلم کي د اورې رول لوبوونکي هنرمند ته په دغه فلم کي د ښه تمثيل له پاره د «ګيوتڅ ګېيورګ» په نوم جايزه ورکول سوې ده. انتقاد کوونکي وايي چي دغه فلم د ميني، دين او ټولنې پر موضوع جوړ سوی يو داسي فلم دی چي په کتلو ارزي.