1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوحې غونډه ښایي د اپریل په ۱۹ تر سره شي

۱۳۹۸ فروردین ۲۲, پنجشنبه

د افغانستان حکومت وايي چې په دوحه کې له طالبانو سره پلان شوې خبرې د اصلې نیټه پنځه ورځني ځنډ سره ترسره کیږي. خو طالبانو لا تر مخه ویلي دي چې په دې خبرو کې حکومتي چارواکي یوازې په شخصي توګه ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/3GaVY
Russland | Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politikern
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د مصالحې د عالي شوار د یوه غړي له قوله لیکلي دي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د روانې اپریل میاشتې په ۱۴مه نیټه له طالبانو سره پلان شوې غونډه او خبرې په پنځه ورځني ځنډ سره ترسره کیږي. د مصالحي عالي شورا د مشرتابه غړي عبدالهادي ارغندیوال د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغان مرکچي پلاوي پر سر نورو بحثونو ته اړتیا ده.

په قطر کې د طالبانو او افغان سیاسي څیرو ترمنځ دغې ناستې ته د افغانستان د اوږدې جګړې د پای د حل لارو د موندلو او همدا راز له دې هیواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پاره د یوه مهم ګام په سترګه کتل کیږي.

شنونکي: د قطر د ناستې هدف د نظرونو تبادله ده

په دوحه کې له طالبانو سره په دې غونډه کې د افغانستان د حکومت استازي د سیاسي څیرو د یوه ستر پلاوي د یوې برخې په توګه ګډون کوي. طالبانو بیا تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی به د حکومت له استازو سره خبرې وکړي خو دوی [د حکومت استازي] د عادي افغانانو په توګه پیژني او د حکومت په استازولۍ ورسره خبرې نه کوي.

ارغندیوال په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې شورا به په راتلونکو دریو یا څلورو ورځو کې د مذاکراتو د پلاوي غړي مشخص او اعلان کړي. طالبانو هم د غونډې ځنډیدل تائید کړي دي خو په دې هکله یې ډیر جزئیات نه دي ورکړي.

AP - KH- SR