1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوه تابیعته نوماندانو په اړه د بحثونو دوام

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ بهمن ۴, شنبه

د هغو نوماند وزیرانو په اړه بحث چې دوه تابعته لري، په پارلمان کې ډیر جدي او تود شوی دی. د پارلمان د یوې مخکینی مصوبې پر اساس دوه تابعته لرونکي کسان نه شي کولای چې د وزیرانو په توگه کار وکړی.

https://p.dw.com/p/1EPyR
انځور: picture alliance / dpa

د پارلمان استازي اوس څه نا څه په دوو برخو ویشل شوي دي. یو شمیر وایي چې دوه تابعته لرونکي کسان کولای شي چې له پارلمان څخه د اعتماد رایه ترلاسه کړي او په وزارتونو کې کار وکړی، خو یو شمیر نور بیا د دې موضوع مخالفت کوي.

هغه استازي چې د دې موضوع پلویان دي وایي چې د دویم تابیعت لرل نه شي کولای چې یو وگړی د هغه له اساسي حقوقو څخه بې برخې کړي. دغه استازي زیاتوي چې تر ۱۲۰ ډیرو استازو داسې یو لیک لاسلیک کړی دی چې په کې د دوه تابعیته کسانو په هکله د مصوبې د کره کتنې غوښتنه شوې ده. یو شمیر نور استازي بیا په شدت له دغې مصوبې څخه دفاع کوي او وایي چې باید له مخې یې عمل وشي.

د ولسي جرگې د دندو د اصولو له مخې په هغه صورت کې چې د استازو یو پر دریمه برخه په یوه قانون کې د بدلون غوښتنه وکړي او بیا دوه پر دریمه برخه استازې وړاندیز شوی بدلون ته مثبته رایه ورکړي نو قانون باید بدل شي.
یو شمیر استازي ادعا کوي چې دوه تابیعته لرونکو نوماند وزیرانو د ولسي جرگې له یو شمیر غړو سره معامله کړې ده او له همدې کبله هغوی په مصودې کې د بدلون غوښتنه کوي.

د کندهار ولایت استازې شکیبا هاشمې، د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې دغه موضوع د ټولو استازو د بدنامې لامل شوې ده. هغې زیاته کړه: «له کندهار څخه را ته هر څوک زنگ وهي او پوښتې چې ایا موږ خو هم ۲۰۰۰ ډالر نه دي اخیستي. باید د هغو استازو نومونه بربنډ شي چې د دوه تابیعته لرونکو نوماندانو پلویان دي له دې کبله چې دوی وایي ولسي جرگې په بیړه په دې اړه پریکړه کړې ده.»

د دوه تابیعته نوماند وزیرانو پر سر بحث او اختلاف دومره جدي شو چې د ولسي جرگې اداري هیات د مرکزي بانک د ریاست له پاره نوماند خلیل صدیق، ته اجازه ورنه کړه چې د پارلمان عمومي تالار ته راشي.

له بلې خوا د شکیبا هاشمي او لیلما حکیمي چې دواړه د ولسي جرگې غړي دي لفظې مشاجره د دې سبب شوه چې د پارلمان له غونډې څخه ژوندي نشرات قطع شي.

تر دغو جنجالونو وروسته د ولسي جرگې اداري هیات وویل چې په مصودې کې هيڅ ډول بدلون نه دی راغلي. پارلمان د اوو تنو هغو نوماندانو نومونه ولسمشر غني ته استولي دي چې دوه تابیعته لري، او له هغه څخه یې غوښتي دي چې پر ځای یې نور کسان معرفي کړي.

د ولسي جرگې رییس عبدالرووف ابراهیمې، د شنبې ورځې عمومي غونډې ته وویل: «تر هغه وخته پورې چې د دوه تابیعته کسانو په اړه اداري هیات ته یو لاسلیک شوی سند و نه رسیږي، موږ هیڅ ډول مسوولیت نه لرو. موږ د دغه شان کسانو په اړه یوه مصوبه لرو چې تر اوسه پورې هم پر خپل قوت پاتې ده.»

د نوماند وزیرانو تحصیلي اسناد بله موضوع ده چې په پارلمان کې یې بحثونه رامنځ ته کړي دي. استازي وایي چې د یو شمیر نوماندانو تحصیلي مدارک ستونزې لري او تر هغه وخته پورې چې دغه ستونزې اصلاح نه شي نو هغوی ته باید په پارلمان کې رایه ور نه کړل شي. روان وضیعت کیدای شي چې د وزیرانو د کار پیل لا نور هم وځنډوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب