1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رومانیې سرحدي ځواکونو د فیرونو په واسطه د مهاجرو مخه نیولې

۱۳۹۶ شهریور ۷, سه‌شنبه

د رومانیې سرحدي ځواکونو د دوشنبې په شپه د مهاجرو لیږدونکي دوه موټرې د ډزو په زور درولي دي. د رپوټونو له مخې دغه مهاجر په غیر قانوني توګه د سربستان له پولې څخه تیر شوي وو او رومانیې ته ور اوښتي ول.

https://p.dw.com/p/2j1Xj
Flüchtlinge am kroatisch-slowenischen Grenzübergang Harmica Rigonce
انځور: picture-alliance/PIXSELL

په بوخاریست کې د رومانیې سرحدي پولیسو اعلان کړی دی چې سربیایې قاچاقبرانو په دوو موټرو کې د آسیایې- افریقایې مهاجرو یوه دولس کسیزه ډله د سربستان پولې په لس کیلومترۍ کې د حرکت په حال کې وو. زیاته شوې چې دغو موټرو د رومانیا او سربستان د سرحدي ښار په یوه سړک کې د پولیسو له خوا جوړ شوی مانع یا خنډ مات کړ.

په دغه پيښه کې یو سرحدي پولیس ټپي شوي او د پولیسو څو موټرو ته زیان اوښتی دی. پولیسو په لومړي سر کې هوایې ډزې وکړې او وروسته یې بیا د مهاجرو لیږدونکو موټرو ټایرونه وویشتل. په دې پيښه کې دوه تنه مهاجر هم ټپیان شوي دي.

د سرحدي پولیسو د اطلاعاتو په حواله که څه هم رومانیې ته د مهاجرو راتګ پنځه برابره زیات شوی دی، خو دغه شمیر بیا د نورو اروپایې هیوادونو په پرتله بیا ډیر لږ دی.

د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایې کې د رومانیې پولیسو ۲۴۷۴ هغه مهاجر نیولي دي چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه د دغه هیواد له پولي څخه تیر شي. د دغو کسانو له ډلې څخه نیمایي یې هڅه کړي وه چې له بالکان هیوادونو څخه رمانیا ته ننوزي او پاتې نورو د دغه هیواد له لویدیځ سرحد څخه د هنګري پر لور د سفر جاري ساتلو اراده درلوده.

ډیرې دغه مهاجر د عراق، سوریې، افغانستان، پاکستان، ایران، ترکیې، هندوستان، کوزووو او بنګله دیش هیوادونو اتباع ول. سرحدي پولیسو د ۲۰۱۶ م کال په همدې زماني واټن کې یوازې ۵۰۵ تنه داسې مهاجر نیولي وو چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه د دغه هیواد له سرحدي پولې ور واوړي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځویز رپوټ: