1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سري ديوي ژوند ته کتنه

۱۳۹۶ اسفند ۶, یکشنبه

د هند د سينما يوه تر ټولو مشهوره فلمي ستورې، سري ديوي کپور، د ۵۴ کلنۍ په عمر مړه شوې ده. د سري ديوي د ژوند، هنري خدمتونو او مرګ په هکله نور جزيات دلته ولولئ.

https://p.dw.com/p/2tIZm
Indien Schauspielerin Sridevi

د سري ديوي مرګ د راپورونو له مخې داسې وخت راغی چې هغه د خپلې کورنۍ د يوه غړي د واده له پاره دبۍ ته تللې وه. په غبرګون کې ډېرو مينه والو او نورو فلمي لوبغاړو د هند د صدراعظم، نريندرا مودي، په شمول خواخوږي او غمشريکي څرګنده کړه. فلمي ايکټرې پريانکا چوپړا په تويتر کې وليکل: «زه د الفاظو عاجزه يم. هر هغه چا ته خواخوږي وايم چې له سري دېوي سره يې مينه لرله. دا يوه تياره ورځ ده.»

په سلګونو خلک د يکشنبې په سهار د ممبئي ښار په هغه ګاونډ کې سره راغونډ شول چېرته چې د سري ديوي کور پروت دی. د هغې پخواني منيجر، پنکېج کهربنده د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې «دا ټکان ورکوونکې او د خفګان وړ پېښه ده.» نوموړي زیاته کړه چې د سري ديوي د مړينې په وخت د هغې مېړه هم ورسره و. 

د سري ديوي د ژوند هسکې ژورې
سري ديوي، چې د شري آما يانګر آياپان په نوم د هند د تاميل نادو په جنوبي آيالت کې زېږېدلې ده، د څلور کلنۍ په عمر اکټينګ شروع کړی و. د هغې کاري ژوند څه باندې څلور لسيزې دوام وکړ. هغې د هند په سيمه يزو تاميلي، تېلوګو او ملايام ژبو فلمونو کې کار کاوه، مخکې له دې چې په ۱۹۷۹ م کال کې د باليووډ سينما ته مخه کړي. 

Bollywood-Schauspielerin Sridevi Kapoor
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Mahesh Kuamr

سري ديوي په ډېرو برياليو او مشهورو فلمونو سره ځان ته نوم پيدا کړ لکه «چاندني، ميسټر انډيا، موالي او تحفه». ډېرو افغانانو ته به د هغې رول په «خدا ګواه» نومي فلم کې هم ورپه ياد وي. د هغې لومړۍ فلمي بريا د «موندرم پيراي» په نوم تاميلي فلم په ۱۹۸۲ م کال کې خپور شو چې دغه عين رول يې په ورته هندي فلم د «صدمې» په نوم هم ادا کړ.

دغه فلم چې د يوې هېرجنې مېرمنې نقش يې پکې لوبولی دی، د فلم د ډېرو نقد کوونکو او کره کتونکو په اند يو شهکار دی. کمال حسن، چې د «صدمه» په نوم فلم کې يې هم نقش لوبولی دی، د تيوتر د لارې خپل دغه پيغام خپور کړ: «زه د سري ديوي د ژوند يو شاهد يم چې څنګه د يوې پېغلې څخه هغه پياوړې مېرمن جوړه شوه. هغه د خپل شهرت مستحقه وه.»

ځايي پوليسو تدابير پورته کړي دي څو د سري ديوي د کور مخکې راغونډ شوي خلک منظم کړای شي. داسې انتظار دی چې ډېر خلک به حاضر وي کله چې د هغې مړی د يکشنبې په مازديګر ممبئي ته ور انتقاليږي. يوه حاضر کس، ويمال کهانداکادې، د فرانسې خبري اژانس ته وويل: «زه په منډه دغلته راغلم وروسته له هغه چې مې د سري ديوي د مړينې په هکله خبر لوستی و. هغه زموږ ښځينه اميتاب بچن وه او ما د هغې ټول فلمونه ليدلي دي.»  

په ۲۰۱۳ م کال کې د «نيو انډيان اکسپريس» سره په مرکه کې سري ديوي ويلي وو چې په ماشومتوب کې يو بې غمه ژوند د هغې تر ټولو ستر آرمان و کله چې يې د فلمي لوبغاړې په صفت کار پيل کړ. هغې زياته کړه: «د دې له پاره چې سړی يو څه تر لاسه کړي بايد سړی يو شی د لاسه ورکړي. سړی هر هر څه په ژوند کې نه شي درلودلی. له دې کبله زه د هغه څه له کبله خوشحاله يم چې لرلي مې دي.»

سري ديوي ته د فلمونو په صنعت کې د خدمتونو په بدل کې د پدما شري په نوم د هند يوه مهمه ملکي جايزه ورکړل شوې ده. هغې له دې کبله هم ډېر محبوبيت لاره چې کولای يې شول د ژبو تر منځ پولې شا ته پرېږدي او په ډېرو مختلفو سيمه يزو فلمونو کې خپل نقش ادا کړي.  

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (09.12.2017):