1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي او اسرائيل ترمنځ اړيکي د «نورمال» کيدو په حال کې دي

۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان دا خبره له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې ده. نوموړي په دې مرکه کې همدا ډول په ایران کې د اټومي وسلو د احتمالي پراختیا په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/4WeJm
Flaggen Israels und Saudi-Arabiens auf gerissene Wand gemalt
انځور: picture alliance/Zoonar


د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دې مرکه کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې ځینې برخې خپرې شوې، ویلي: «موږ ورځ تر بلې له يو سره  نږدې کیږو.»

د سعودي عربستان ولیعهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په بدل کې به څه مهم وي، وویل: «د فلسطین مسله زموږ لپاره ډېره مهمه ده. موږ یې باید دا برخه حل کړو.»

سعودي عربستان تل د یوه فلسطیني دولت پر جوړولو ټینګار کړی دی. خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د اسرائيلو د حکومت ځینې مشران دا غوښتنه ردوي. سربیره پر دې د دغه هیواد ښي اړخي ملت پاله حکومت په دې وروستیو کې په فلسطیني سیمو کې د ځانګړو عملیاتو په ترسره کولو سره سخت دریځ غوره کړی دی.

محمد بن سلمان وويل: «موږ تر اوسه ښې خبرې اترې لرلې دي. موږ باید وګورو چې موږ اوس چیرته ځو. موږ غواړو داسې یوې مرحلې ته ورسیږو چې د فلسطینیانو ژوند اسانه شي او د اسرئيل (ځای يې) په منځني ختیځ کې د یوه لوبغاړي په توګه تثبيت شي.»

د امریکا متحده ایالات هم ټینګار کوي چې دواړه هیوادونه دې خپل مخالفت پای ته ورسوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې له بنیامین نتنیاهو سره وکتل او له سعودي عربستان سره یې پر اړیکو خبرې وکړې.

له فاکس نیوز سره په مرکه کې د سعودي عربستان ولیعهد د ایران له خوا د اټومي بم د احتمالي پراختیا په اړه اندیښنه څرګنده کړه. هغه وويل: که دوی [اټوم بم] ترلاسه کړي، موږ هم باید [داسې وسلې] ترلاسه کړو.«