1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي وليعهد نن پاکستان ته سفر کوي

۱۳۹۷ بهمن ۲۸, یکشنبه

د سعودي عربستان وليعهد نن آسيا ته خپل سفر پيلوي. هدف يې دا دی چې تړونونه امضا کړي او د خاشقجي تر مړينې پنځه مياشتې وروسته دا هم وښيي چې د ده ملګري او متحدين ورسره ولاړ دي.

https://p.dw.com/p/3DWy2
Ägypten | Saudischer Kronprinz Mohammed bin Salman besucht Ägypten
انځور: picture-alliance/dpa/SPA

محمد بن سلمان نن د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته سفر کوي چې د دوشنبې تر ورځې پورې به په دغه هېواد کې پاته شي. د هغه سفر په داسې وخت کې کيږي چې په سيمه کې وضع ترينګلې ده. هند او د سعودي عربستان اصلي مخالف ايران چې دواړه له پاکستان سره ګډې پولې لري، پر اسلام آباد باندې تور لګولی دی چې له اورپکو مليشو څخه ملاتړ کوي. دغسې ډلو په دې وروستيو ورځو کې د ايران او هند په خاوره کې خونړي بريدونه تر سره کړي دي. تر پاکستان وروسته به محمد بن سلمان هند ته هم سفر وکړي چېرته چې به هغه له صدراعظم نريندرا مودي او د پتروليمو له وزير، دارمېندرا پرادهان، سره وويني. ټاکل شوې ده چې د ده سفر به د پنجشنبې او جمعې په ورځو چين ته په ورتلو سره پای ته ورسيږي. دوه لنډ سفرونه چې د يکشنبې او دوشنبې ورځو له پاره اندونيزا او ملايزيا ته پلان شوي ول، پرته د کوم دليلو له يادولو سره د شنبې په ورځ وځنډول شول. 

Türkei Istanbul Protest gegen Ermordung von Khashoggi durch Saudis
د محمد بن سلمان سفر د خاشقجي تر وژنې پنځه مياشتې وروسته تر سره کيږيانځور: Getty Images/AFP/Y. Akgul

د خاشقجي قضيې ديپلوماتيک جنجال وزېږاوه

آسيا ته د سعودي عربستان د وليعهد دا سفر په داسې وخت کې کيږي چې د ژورناليست، جمال خاشقجي له مړينې څخه اوس پنځه مياشتې تېريږي. خاشقجي د محمد بن سلمان يو سخت منتقد وو چې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د هغه مړينې يو ديپلوماتيک جنجال رامنځ ته کړی وو. رياض لومړی د هغه قتل رد کړی وو، بيا يې د خاشقجي د مړينې په هکله سره متضادې کيسو کړې وې، او اوس ادعا کوي چې هغه په داسې يوه عمليات کې وژل شوی وو چې اجازه ورته نه وه ورکړل شوې. ترکيې د جمعې په ورځ ويلي دي چې تر اوسه يې په دغه قضيه کې د تر لاسه شوو معلوماتو ټول جزيات په ډاګه کړي نه دي. د سياسي شنونکو په نظر آسيا ته د محمد بن سلمان د سفر هدف دا دی څو لويديځ ته وښيي چې هغه په آسيا کې لا ملګري او متحدين لري.     

د آسيا په لور لاره

په سينګاپور کې د راجاراتنام د نړيوالو څېړنو د مرکز شنونکی، جيمز دورسي وايي «هغه غواړي وښيي چې په نړيواله کچه رټل شوی نه دی»، بلکې د دورسي په خبره غواړي څرګنده کړي چې «نړيوالو ته لاسرسی او وړتيا لري». 
لي ګوفو چې د چين د نړيوالو څېړنو په انستيتوت کې د منځني ختيځ د برخې مدير دی، وايي چې د خاشقجي قضيه تر اوسه لا په غربي هېوادونو کې د خلکو کرکه راپاروي، چې له کبله يې دغسې هېوادونو ته سفر ښايي «بې مورده» وای. نوموړي دا هم وويل چې «غرب ته نه سفر کول دا معنی نه لري چې محمد بن سلمان شرق ته نه شي راتلی. سعودي عربستان د هغه په خبره اوس په ستراتيژیک انتباق بوخت دی او آسيا د سعودي عربستان د ديپلوماسۍ له پاره اصلي لوری ګرځېدلی دی.»